د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه جوړه شوه

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۹) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ۱۴۴۴ ه ق کال د حج او عمرې ملې کمېټې غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د توظیف شویو کمېټو له لورې د مخکېنیو جلسو په دوام د بانکونو په واسطه د حاجیانو د پیسو […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۹)

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ۱۴۴۴ ه ق کال د حج او عمرې ملې کمېټې غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د توظیف شویو کمېټو له لورې د مخکېنیو جلسو په دوام د بانکونو په واسطه د حاجیانو د پیسو د راټولو او لېږد او د هوایي شرکتونو له لورې د ۱۴۴۴ ه ق کال حاجیانو د پروازونو د ترتیب، دوی ته د پاسپورتونو او اړتیا وړ واکسینونو برابرولو او تطبیق او د مهاجرو وطنوالو د سهمیې په اړه راپور وړاندې شو چې په اړه یې د حج او عمرې ملي کمېټې له لورې لازم تصمیمونه ونیول شول.

همداراز د حج پروسې د چارو د لاښه انسجام او غوره همغږۍ په موخه له اړوندو ادارو څخه د یوې کميټې او د حاجیانو لپاره د مرکز او زونونو په هوایي ډګرونو د لازمو اسانتیاو د ایجاد په موخه توظیف او دنده وروسپارل شوه ترڅو د حج پروسې د پایته رسېدو پورې وخت په وخت د خپلو اجرااتو راپور د حج او عمري ملې کميټې ته وړاندې کړي.