د ریاست الوزراء اداري مرستیال د افغانستان لپاره د سره صلیب (ICRC) نړیوالې کمېټې له پلاوي سره وکتل

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۷) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د (ICRC) کمېټې نړیوالې له رئیس ایلوا فیلیون، د یادې کمېټې عملیاتي مسئول ادریان زیمرمن او سیاسي سلاکار عزت ګل سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د دغې کتنې په پیل کې […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۷) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د (ICRC) کمېټې نړیوالې له رئیس ایلوا فیلیون، د یادې کمېټې عملیاتي مسئول ادریان زیمرمن او سیاسي سلاکار عزت ګل سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د دغې کتنې په پیل کې د افغانستان لپاره د (ICRC) نړیوالې کمېټې رئیس د افغانستان لپاره د (ICRC) نړیوالې کمېتي نوی عملیاتي مسئول معرفي او له افغانستان سره یې په ۲۰۲۳ کال کې د یادې کمېټې د مرستو او راتلونکي پلان په اړه هراړخیز معلومات د ریاست الوزراء له اداري مرستیال سره شریک کړل.

نوموړي زیاته کړه، د (ICRC) نړیوالې کمېټې مهم مسؤلیت له اړوندو دولتي ارګانونو سره ارتباط او د چارو د ښې همغږۍ رامنځته کول دي. هغه څرګنده کړه، په تېرو ۴۰ کلونو کې په افغانستان کې د اورتوپیدۍ، عامه خدماتو، روغتیایي، محبوسینو، تغذیي، برېښنا، انکشاف دهات او نورو خدمتونو وړاندې کولو په برخو کې زموږ فعالیتونه مثمر وو او په راتلونکي کې به هم دوام وکړي.

هغه زیاته کړه، سره لدې چې سږکال له مالي امکاناتو کمښت سره مخ یوو، خو بیا هم هیله لرو چې راتلونکي کال کې خپله بودجه له افغانستان سره زیاته کړو.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانستان سره د (ICRC) نړیوالې کمېټې د بشردوستانه مرستو مننه وکړه وې ویل، دا چې اوس په افغانستان کې سوله او ثبات تامین دی، نو افغانان تر بل هر وخت زیات په بېلابېلو برخو کې خدماتو ته اړتیا لري.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي هیله څرګنده کړه چې د (ICRC) نړیوالې کمېټې اقتصادي ستونزې حل او کمبود یې پر افغانانو چې تر ټولو زیات مستحق دي، بد اغېز ونکړي. هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د (ICRC) نړیوالې کمېټې له مسؤلینو غواړي چې له افغانستان سره خپلې مرستې کمې نه، بلکې زیاتې کړي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت په افغانستان کې د نشه یي توکو کر، تجارت او استعمال منع کړی او له نشه یي توکو د پاک افغانستان لپاره موږ د نړۍ واقعي هراړخیزې همکارۍ ته اړتیا لرو، ځکه دا د بشریت مشترک دښمن دی.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په نشه د روږدو کسانو د درملنې او غیر قانوني مهاجرت لامل د خلکو اقتصادي ستونزې وبللې وې ویل، د دې ستونزې د حل لپاره باید د نړیوالو بشري مرستو ترڅنګ په افغانستان کې اقتصادي او انکشافي پروژې په واقعي توګه عملي شي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې وویل، د اسلامي امارت پالیسي ده چې د افغانستان له جغرافیې څخه هیڅ ګاونډي او د نړۍ امنیت ته ګواښ متوجه نشي؛ خو له نورو هم غواړو چې د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله ونه کړي او د متقابل تعامل له لارې خپلې اړیکې تنظیم کړي.