د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه وشوه

الاماره: (۱۴۴۴/شوال ۸)د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ نن له غرمې وروسته د ۱۴۴۴ هـ ق د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه ترسره شوه. ‏د غونډې په پيل کې، مکې مکرمې او مدینې منورې ته د تللي پلاوي (هیئت سکن) مشر مولوي عبد الولي حقاني […]

الاماره: (۱۴۴۴/شوال ۸)د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ نن له غرمې وروسته د ۱۴۴۴ هـ ق د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه ترسره شوه.

‏د غونډې په پيل کې، مکې مکرمې او مدینې منورې ته د تللي پلاوي (هیئت سکن) مشر مولوي عبد الولي حقاني خپل کاري راپور وړاندې کړ.

د سکن هیئت د روان ۱۴۴۴ هـ ق د روژې مبارکې میاشتې پر دوهمه نیټه په مکه مکرمه او مدینه منوره کې د افغان حاجیانو لپاره د عمارو، ترانسپورټ، صحت، غذا او نورو اسانتیاو برابرولو په هدف سعودي عربستان ته سفر کړی وو.

د دغه هیئت مشر مولوي صاحب عبد الولي حقاني د خپل کاري راپور وړاندې کولو پر مهال وویل، هلته یې په ټولو اړوندو برخو کې له مختلفو شرکتونو سره د باکیفیته او مناسب قیمت قراردادونه لاسلیک کړي دي.

دغه راز په غونډه کې د فی نفر حاجي د ټول مصرف په هکله تفصیلی بحث او ارزونه هم و شوه چې ژر به یې د ارشاد ،حج او اوقافو وزارت لخوا تفصیلی جزئیات په داګه شي.

همدارنګه په غونډه کې د پورته ذکر شوو موضوعاتو ترڅنګ ګاوندیو هېوادونو کې د افغان مهاجرو حجاجو لپاره هم د معلمینو د تعیین او تدریب او یو لړ نورو مسائلو په اړه لازم تصامیم و نیول شول.