د رياست الوزرا اداري مرستيال د يوه پلاوي په مشرۍ د کابل ښاروالۍ فعاليتونه وارزول

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۵) افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هغې دندې پر اساس چې د اسلامي امارت کابينې له لوري د کابل ښاروالۍ فعاليتونو ارزولو په موخه ورسپارل شوې وه، د يوه پلاوي په مشرۍ د (پارک شهر) او د هغه د تېلو ټانک چې په غير […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۵) افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هغې دندې پر اساس چې د اسلامي امارت کابينې له لوري د کابل ښاروالۍ فعاليتونو ارزولو په موخه ورسپارل شوې وه، د يوه پلاوي په مشرۍ د (پارک شهر) او د هغه د تېلو ټانک چې په غير قانوني ډول جوړ شوي، څخه ليدنه وکړه.

د ارزونې په دې کتنه کې چې نوموړي سره لوی څارنوال محترم مولوي شمس الدين شريعتي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين محترم مولوي سعدالدين سعيد، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدو وزارت محترم استازي، د چارو ادارې محترم استازي او د کابل ښاروالۍ محترم استازي ملتيا کوله، د رياست الوزرا اداري مرستيال د تېلو ټانک او تاسيسات چې په پياده رو او د کابل سيند حريم کې په غير قانوني ډول جوړ شوي، وليدل.

په دې منځ کې د کابل ښاروالۍ د کړنو څار او ارزونه وشوه او د رياست الوزرا اداري مرستيال او ورسره پلاوي د تېلو ټانک او تاسيساتو موضوع چې په پياده رو او د کابل سيند په حريم کې په غير اصولي ډول جوړ شوي وارزول او په دې اړه يې لازم تصميمونه ونيول.