د رياست الوزرا اداري مرستيال د ملي پراختيا شرکت تاسيسات وليدل

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۵) د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د ملي پراختيا شرکت د فعاليتونو مرکز او تاسيسات وليدل. د رياست الوزرا اداري مرستيال د دې شرکت مختلفې برخې له هغې ډلې په اوو منزلو کې د دې شرکت لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ، د مراجعينو […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۵) د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د ملي پراختيا شرکت د فعاليتونو مرکز او تاسيسات وليدل.
د رياست الوزرا اداري مرستيال د دې شرکت مختلفې برخې له هغې ډلې په اوو منزلو کې د دې شرکت لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ، د مراجعينو څانګه، شنه ساحه او پارکېنګ له نږدې وکتل.
د رياست الوزرا محترم اداري مرستيال په داسې حال کې چې د ياد شرکت رئيس محترم عبدالرحمن عطاش له لوري يې ملتيا کېده، د دې شرکت د فعاليتونو او کړنو ستاينې ترڅنګ د هغه فعاليتونه د هيواد د بيارغاونې او ابادۍ لپاره مهم وبلل او مسوولين يې ورته د هيواد لا زياتې ابادۍ ته وهڅول.