د رياست الوزرا اداري مرستيال

د رياست الوزرا اداري مرستيال د لويديځ زون ترمينل څخه ليدنه وکړه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۸) د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غړو نن د کابل ښار کمپنۍ سيمه کې د لويديځ زون ترمينل څخه ليدنه وکړه.

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۸) د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غړو نن د کابل ښار کمپنۍ سيمه کې د لويديځ زون ترمينل څخه ليدنه وکړه.

اداري کمېسيون ته د عالیقدر امیرالمؤمنین شيخ القران والحديث مولوي هبت الله اخندزاده حفظه الله د لارښوونې پر اساس، د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ دې کمېسيون، چې د ياد کمېسيون غړو هر يو د رياست الوزرا لوړ مقام دفتر عمومي رئيس ډاکتر ملا عبدالواسع، د چارو ادارې مرستيال محترم مولوي سيف الدين تائب او د عدليې وزارت معين محترم مولوي عبدالغني هم حضور درلود، په ترمينلونو او د خصوصي شرکتونو د لويو لارو ترانسپورټي تمځايونو کې د نقليه وسايطو د مديريت، ترتيب او تنظيم په موخه د کابل ښار په کمپنۍ سيمه کې د لويديځ زون ترمينل څخه ليدنه وکړه.

په دې کتنه کې، د کابل پيما، نهر سراج بس، وردګ بابا، احمد شاه ابدالي او يو شمېر نورو ترانسپورټي شرکتونو استازو د چارو د نظارت، کاري ساحې، جوماتونو، د انتظار سالونونو او مسافرينو ته د اسانتياوو برابرولو په برخو کې خپلې ستونزې او وړانديزونه شريک کړل.

د رياست الوزرا اداري مرستيال دغه راز د مسافرينو د حال احوال پوښتنه وکړه او په ترمينلونو او لويو لارو کې د هغوی ستونزې يې واورېدې او ژمنه يې وکړه چې د ترانسپورټي شرکتونو او مسافرينو ستونزو ته به رسیدګي وشي.