د رياست الوزرا اداري مرستيال د اسيا پسيفيک او د سره صليب او سرې مياشتې نړيوال فدراسيون رئيسانو سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۸) د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د اسيا پسيفيک رئيس ښاغلي الکساندر ماتيو او په افغانستان کې د سره صليب او سرې مياشتې ټولنو نړيوال فدراسيون استازي نيسفور ميګندي او ورسره پلاوي سره وکتل‌. په دې کتنه کې، لومړی ښاغلي الکساندر ماتيو په […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۸) د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د اسيا پسيفيک رئيس ښاغلي الکساندر ماتيو او په افغانستان کې د سره صليب او سرې مياشتې ټولنو نړيوال فدراسيون استازي نيسفور ميګندي او ورسره پلاوي سره وکتل‌.

په دې کتنه کې، لومړی ښاغلي الکساندر ماتيو په افغانستان کې د سره صليب او سرې مياشتې ټولنو نړيوال فدراسيون له فعاليتونو او بشري مرستو څخه د اسلامي امارت مسوولينو د ملاتړ له امله خوښي وښوده.

نوموړي زياته کړه، دغه فدراسيون به په افغانستان کې د مرستو رسولو او خدمتونو وړاندې کولو فعاليتونو ته دوام ورکړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اسيا پسيفيک رئيس ښاغلي الکساندر ماتيو او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، افغانانو ته د خدمت او د بشري مرستو رسولو هرکلی وکړ.