د رياست الوزرا اداري مرستيال د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د اسان خدمت مرکزونو پرانيستو په مراسمو کې ګډون وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د اسان خدمت دوو مرکزونو د پرانيستو مراسمو کې ګډون وکړ او پخپلو خبرو کې يې وويل، د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې خپل ګران ملت ته اسانه او غوره خدمتونه وړاندې کړي. […]

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د اسان خدمت دوو مرکزونو د پرانيستو مراسمو کې ګډون وکړ او پخپلو خبرو کې يې وويل، د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې خپل ګران ملت ته اسانه او غوره خدمتونه وړاندې کړي.
دغه دوه مرکزونه چې د کابل ښار په باغ بالا سيمه او زړو مکروریانو کې پرانيستل شول، د رياست الوزرا اداري مرستيال څرګنده کړه، د اسان خدمت مرکزونه يوازې په دې دوو پورې منحصر نه دي، بلکې په راتلونکې کې به؛ لومړی په پنځو ولايتونو او وروسته د هيواد په ټولو ولايتونو کې فعال شي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز وويل: هغه کارونه چې ترسره کېدو به يې په اونيو وخت نيوه، اوس د اسان خدمت سیستم له لارې په ډېر شفاف، اسانۍ او چټکۍ ترسره کېږي او د بیروکراسي مخه نيول کېږي.

هغه د خپلو خبرو پای کې وويل، د اسلامي امارت مسؤولين هڅه کوي، ترڅو په ټولو امارتي ادارو کې برېښنايي حکومتولي دود کړي.#