د رئیس الوزراء دکفیل او سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئيس د یوناما د سیاسي برخې مشر او د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له استازې سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا دکفیل او سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئيس مولوي ذاکر نن د یوناما د سیاسي برخې مشر او د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له استازې سره وکتل. په دغه کتنه کې د افغانستان په اړه د یوناما او نړیوال بانک پر فعالیتونو او له افغانانو سره د […]

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا دکفیل او سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئيس مولوي ذاکر نن د یوناما د سیاسي برخې مشر او د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له استازې سره وکتل.

په دغه کتنه کې د افغانستان په اړه د یوناما او نړیوال بانک پر فعالیتونو او له افغانانو سره د هغوی د مرستو پر څرنګوالي بحث وشو.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت د سیاسي برخې مشر سکاټ سمیټ وویل، هڅه کوي په افغانستان کې د فقر ختمولو او افغانانو ته د اساسي خدماتو د چمتو کولو په موخه له امارت سره له نږدې کار وکړي. هغه زیاته کړه، په نږدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه په نیویارک او بروکسل کې دوه ناستې ترسره کیږي او یوناما به د ناستو برخه وال له افغانستان سره لا ‌‌‌‌‌‌ډېرو مرستو ته وهڅوي.
ښاغلي سمیټ زیاته کړه د نشه يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت فعالیتونه د ستاینې وړ دي.
پدې لیدنه کې د نړیوال بانک استازې وویل، نړیوال بانک په بشري او روغتیايي برخو کې د افغانانو لاسنیوي ته ادامه ورکوي. هغې زیاته کړه، په اقتصادي برخه کې د افغانستان پرمختګ د یادولو وړ دی.
د رئیس الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئيس مولوي ذاکر د یوناما او نړیوال بانک له مرستو په مننې وویل، ګڼ افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او اړتیا ده چې بشري مرستې ډېرې او دوام ولري. هغه زیاته کړه، افغانستان د کرنې، روغتیا او زېربناو د رغولو په برخو کې مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړه، یوناما دې د افغانستان د امنیت، اقتصادي ودې، دفساد دکچې کمېدو، له مخدره توکو سره د مبارزې او نورو برخو کې د افغانستان رښتینی تصویر په راروانو ناستو کې له نړیوالو سره شریک کړي.
دغه راز مولوي ذاکر پر بانکي سکټور د بندیزونو لرې کول د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم ګام یاد کړ.