د ذوالفقار عملیاتو معکوسه نتیجه

لیکوال : أبوعابد څه موده وړاندې د عین او غین رژیم د خپل پوځي شنګ ښودلو په نیت په هلمند ولایت کې د ذوالفقار په نامه عملیات پیل کړل، دا عملیات چې د کندهار، هلمند او هرات د قول اردوګانو اړوند ځواکونه یي برخوال و، د بهرنیو یرغلګرو په استخباراتي،هوایي او کوماندویي ملاتړ په سنګین، […]

لیکوال : أبوعابد

څه موده وړاندې د عین او غین رژیم د خپل پوځي شنګ ښودلو په نیت په هلمند ولایت کې د ذوالفقار په نامه عملیات پیل کړل، دا عملیات چې د کندهار، هلمند او هرات د قول اردوګانو اړوند ځواکونه یي برخوال و، د بهرنیو یرغلګرو په استخباراتي،هوایي او کوماندویي ملاتړ په سنګین، مارجه ، باباجي،نوزاد او واشیر ولسوالیو کې پیل شول .

په واشیر، نوزاد او باباجي کې ددښمن بریدونه په نطفه کې شنډ او په لومړیو ورځو کې له سخت شکست سره مخامخ شول، نوځکه یي عملیاتي سرتیرو د قرار په ځای فرار ته ترجیح ورکړه ، اما په سنګین او د مارجې په تریخ ناور کې جګړه وغځیده چې لا هم په یوه شکل جریان لري .

ددې عملیاتو د پیل په مهال په رسنیو کې د حکومتي لاسته راوړنو په اړه خورا ګرم ګرم خبرونه نشریدل ، اما دا ډیر وخت کیږي چې حکومتي رسنیو ګونګه روژه نیولې او د ذوالفقار عملیاتو د لاسته راوړنو په اړه څه نه وایي .

د دښمنې میډیا ددې خاموشۍ علت دادی چې په هلمند کې پیل شویو عملیاتو ددې په ځای چې کومه لاسته راوړنه ولري، معکوسه یي نتیجه یې ورکړې او هغه داچې تراوسه حکومتي قواوو هیڅ سیمه له طالبانو نه ده نیولې مګر بالمقابل طالبانو په عکس العملي بریدونو کې اضافه سیمې تر تسلط لاندې راوستي دي او په ځينو سیمو کې خو یي حکومتي سلطه له بشپړ خطر سره مخامخ کړې ده .

د بیلګې په توګه تر عملیاتو وړاندې د کجکي او سنګین تر منځ په غځیدلې لاره حکومتي پوستې موجودې وې او دغه لار د حکومتي قواوو په لاس کې وه، مګر دوه اونۍ وړاندې طالبانو د سرتاسري عملیاتو په لړ کې په دې لاره پرتې لس پوستې فتحه کړې اواوس دغه لاره د څاروان کلا په استقامت بشپړه دمجاهدینو په ولکه کې دي، چې حکومت نشي کولای کجکي ته خپل ځواکونه او اکمالات تیر کړي .

په نوزاد کې دعلیزو سیمه  چې د ولسوالۍ د مرکز په نیم کیلومترۍ کې موقعیت لري ، پخوا دحکومتي قواوو په لاس کې وه، په دې سیمه کې دښمن یوه لویه قرارګاه او پنځه پوستې درلودې، مګر څو ورځې وړاندې دطالبانو په یوه ستر برید کې دغه قرارګاه او پوستې فتحه شوې او تر شلو زیات حکومتي عسکر هم ووژل شول اوس دغه سیمه مکمله دطالبانو لاس ته لویدلې،چې له همدې سیمې په استفاده مجاهدین کولای شي په ډيره اسانه د ولسوالۍ مرکز تر برید لاندې ونیسي او په نوزاد کې حکومتي سلطې ته دپام ټکی کیږدي .

د نوزاد او څاروان کلا د فتوحاتو غوندې د مرکز لشکر ګاه مربوط د نهرسراج په استقامت هم طالبانو پرمختګ کړی ، پراخه سیمه یي نیولې او اوس د ولایت مرکز ته نور هم نږدې شوي دي.

لوړو بیلګو ته په پام سره ویلی شو چې د ذوالفقار عملیاتو په بهیر کې په داسې حال کې چې حکومتي قواوې د هیڅ یوې سیمې په لاندې کولو نه دي توانیدلې، مجاهدین توانیدلې چې د دښمن له شکست خوړلي وضعیت څخه په استفاده په ټولو سیمو کې پرمختګ وکړي او په دښمن د محاصرې کړۍ نوره هم تنګه کړي .

د سیمو په فتوحاتو سربیره ددې عملیاتو په لړ کې دښمن ته د سراومال هم خورا درانه تلفات اوښتي، د هلمند مجاهدین وایي چې یوازې د تریخ ناور په جګړو کې ددښمن تر ۵۰ زیات ټانګونه له منځه تللي چې ګڼ شمیر عسکر هم په کې وژل شوي، دغه راز په نوزاد، سنګین او باباجي کې هم ددښمن ګڼ شمیر وسایط ویشتل شوي یا په بمونو الوځول شوي چې ددښمن له تیښتې وروسته یي اوس هم اسکلیټونه پاته دي ، دا په داسې حال کې ده چې په دې ټوله جګړه کې د مجاهدینو د شهیدان شمیر پنځوس ته نه رسیږي او دزخمیانو شمیر یي هم نږدې همدومره دی .

د عملیاتو په سیمو کې د جهادي بریاوو سره هم مهاله مجاهدینو په دښمن نور هم درانه بریدونه کړي دي، د بیلګې په توګه د مارچ میاشتې په اتلسمه نیټه د هلمند په مرکز لشکرګاه کې د ولایت په مقام او ورڅیرمه حکومتي تاسیساتو باندې د موټر بم خورا دروند برید ترسره شو چې په ترڅ کې یي لسګونه لوړپوړې حکومتي منسوبین مړه او ټپیان شول .

تر دې برید یوه ورځ وروسته د سنګین د بابافقیر په سیمه کې دوو تنو نفوذي مجاهدینو ددښمن په یوه پوسته کې په عسکرو برید وکړ چې دقومندان عبدالباري په ګډون یي ګڼ شمیر حکومتي عسکر ووژل او زیات مقدار وسلې او مهمات یي هم د غنیمت په ډول جهادي صف ته راوړل .

د هلمند د جګړې په اړه لوړ توضیحات په ډاګه کوي چې دلته وضعیت کاملا د مجاهدینو په ګټه دی، او ددښمن ځواکونه په هر استقامت له شکست او مختورۍ سره مخ شوي دي .

ددې عملیاتو په لړ کې ددښمن یوازینی د پاموړ کار د سنګین په ولسوالۍ کې هغه عامه تباهي ده، چې له څو اونیو روانه ده خو رسنیو او د بشر دحقوقو دعوه دارانو یي تراوسه په اړه ګونګه پالیسي اختیار کړې ده ، باید واضحه کړو چې د ذوالفقار عملیاتو له ناکامۍ او معکوسې نتیجې وروسته اوس دښمن د هلمند له عام اولس څخه انتقام اخیستل پیل کړي او په سنګین کې یي خپلو پوستو ته څیرمه د کورونو او کښتونو په یومخیز تخریب لاس پورې کړی ، چې له همدې څخه ددښمن د مورال بایلنې او کم ځواکۍ ښه اندازه کیدلای شي .