د خوست منبع الجهاد مرکزي مدرسې څخه ۳۴۷ تنه علماء کرام فارغ شول

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۹) هغه مراسم چې نن ورځ د خوست ولايت په ملی لوبغالي کې فاضلانو ته د درناوي او دستار فضليت په پار نيول شوي وو پکې د کورنيو چارو سرپرست وزیر خلي/فه خلیفه سراج الدین حقاني د کورنيو چارو وزارت لمړی معاون مولوي محمد نبي عمري، خوست والی ملا بسم الله عبدالله، مشايخو، […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۹) هغه مراسم چې نن ورځ د خوست ولايت په ملی لوبغالي کې فاضلانو ته د درناوي او دستار فضليت په پار نيول شوي وو پکې د کورنيو چارو سرپرست وزیر خلي/فه خلیفه سراج الدین حقاني د کورنيو چارو وزارت لمړی معاون مولوي محمد نبي عمري، خوست والی ملا بسم الله عبدالله، مشايخو، علماء کرامو، ګڼ شمېر عامو مسلمانانو او ځوانانو ګډون کړی ؤ.
يادې مبارکي غونډه ته د کورنيو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني پخپله وينا کې فراغينو او ددوی شريفو کورنيو ته د مبارکۍ ترڅنګ فارغين مخاطب کړل چې نن تاسو نه يوازې دا چې فارغ شوی ياست بلکې ستاسو مسوليت اوس لا هم زيات شو، نوموړي وویل چې نن خپل ولس ته د خدمت بهترينه فرصت تاسو ته الله سبحانه وتعالی درکړی دی ترڅو تاسې د نظام او علماوو داسې نمايندګي وکړئ چې ولس د نظام څخه نفرت او کرکه ونه وکړي او پر تاسو افتخار وکړي. نوموړي همدا راز د نظام مسوولينو څخه وغوښتل چې دوی بايد خپل مقام ته د امتياز په نظر ونه ګوري هغوی بايد خپل مقام او منزلت ته د الله تعالی او خپل ولس پر وړاندې د مسوليت په نظر وګوري ترڅو له يوې خوا مو خپل مسووليت په شان ادا کړی وي او له بلې خوا به مو د نظام او ولس ترمنځ فاصله ختمه کړي وي.
وروسته بيا خوست والي ملا بسم الله عبدالله فارغېدو نکو حضراتو ته د مبارکۍ ترڅنګ د علم او پوهې په ارزښت وغږید او هم يې خوستي ولسونه يووالي او اتحاد ته راوبلل.
همدارنګه د کورنيو چارو وزارت لومړی مرستیال مولوي محمد نبی عمری غونډې ته پخپلو خبرو کې خوستي قومونو او ولسونو د علم او مدنيت سرلاری وبلل.
په پای کې د فاضلانو د دستار بندۍ مراسم پيل شول چې د ۳۴۷ علماوو په ګډون ۱۵ حافظانو ته هم د فضليت پګړۍ په سر کړل شوي.