د خوست مرکز ډيري جامعه مظهر العلوم نيازی مدرسې څخه ۹۶ علماء او حافظان فارغ شول

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۱) نن ورځ يکشنبه چې د روانې سلواغي مياشتې له ۲۳ مې او رجب المرجب له ۲۱ مې سره برابره ده د جامعه مظهر العلوم نيازی مدرسې په انګړ کې هغه مراسم چې پکې د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال مولوي محمد نبی عمری، د پوهني رئيس مولوي سيد وسيم ماليار، د اطلاعاتو […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۱) نن ورځ يکشنبه چې د روانې سلواغي مياشتې له ۲۳ مې او رجب المرجب له ۲۱ مې سره برابره ده د جامعه مظهر العلوم نيازی مدرسې په انګړ کې هغه مراسم چې پکې د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال مولوي محمد نبی عمری، د پوهني رئيس مولوي سيد وسيم ماليار، د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس الحاج شبير احمد عثمانی، د شيخ زايد پوهنتون رئيس محمد يعقوب نيازي، دافغانستان پخواني پاچا محمد ظاهر شاه زوی شهزاده ميرويس، د جامعې مهتمم مولوي عبدالرحیم نيازي، ګڼ شمېر علماؤ او مشايخو ترڅنګ په لسګونو کسانو ګډون کړی ؤ.
د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال مولوي محمد نبی عمری پخپلو خبرو کې له خلکو وغوښتل چې يا عالم شه يا متعلم او یا هم ددوی خدمتګار شه، نوموړي همدا راز د خليفه صاحب د تیرې ورځې څرګنډونو د ناسم تعبير په اړه ولس ته وضاحت ورکړ، هغه وویل چې د ا.ا. نظام کې هيڅ ډول انحصار او خود خواهې وجود نه لري دوی ټول متفق او متحد دي.
وروسته علماء کرام او حافظانو ته د فضليت پګړۍ په سر کولو سره ياده شوې پرتمینه جلسه پای ته ورسېده.