د خوست او غزني ولایتونو ملکي رهبرۍ ناسته ترسره کړه

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۳) نن ورځ خوست والي ښاغلي الحاج ملا بسم الله عبدالله په خپل کاري دفتر کې د غزني ولایت والي الحاج مولوي محمد اسحاق اخندازه سره ولیدل. خوست والي الحاج ملا بسم الله عبدالله د غزني والي او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او هم یې دخوست ولایت اقتصادي، ټولنیز، اداري […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۳) نن ورځ خوست والي ښاغلي الحاج ملا بسم الله عبدالله په خپل کاري دفتر کې د غزني ولایت والي الحاج مولوي محمد اسحاق اخندازه سره ولیدل.

خوست والي الحاج ملا بسم الله عبدالله د غزني والي او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او هم یې دخوست ولایت اقتصادي، ټولنیز، اداري او د ولس لپاره د عامه خدمتونو او د دواړو ولایتونو تر منځ په مشترکو موضوعاتو خبرې کړې.

خوست والي د ولایتي رهبریو ناستې ګټورې وبللې او ویې ویل هڅه کوي تر څو د خوست ستراتیژیک موقعیت او د ولسونو لیوالتیا ته په کتو د دوی لپاره غوره خدمتونه وړاندې کړي، چې دا مهال په یو شمېر برخو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي او دوام لري.

همداشان د غزني والي د خوست ولایت د ادارو تر منځ همغږي وستایله او ویې ویل چې د دواړو ولایتونو ترمنځ به په اقتصادي، ټولنیزو، امنیتي او اداري برخو کې تجربې شریکې شي، تر څو د دواړو ولایتونو ولسونو ته د هوساینې په برخه کې ترې ګټه واخیستل شي.

په ناسته کې د دواړو ولایتونو د ملکي او امنیتي مسؤلینو تر منځ په ښې او ګډې همغږۍ ټینګار وشو او په راتلونکو ناستو او د ولایتي اړیکو د پیاوړتیا په اړه یو شمېر اړین تصمیمونه ونیول شول.