د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ مسؤلیتونه افغان لوري ته وسپارل شول

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۶) نن جمعه په ازبکستان کې د دې هېواد اوسپنې پټلۍ مسؤلینو او افغان هیئت ترمنځ د بریالیو مذاکراتو په پایله کې د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د مسولیتونو د انتقال اړوند موافقه وشوه. د دې موافقې پر بنسټ به د حیرتان -مزارشریف اوسپنې پټلۍ مسولیتونه چې له شاوخوا ١١ کالو […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۶) نن جمعه په ازبکستان کې د دې هېواد اوسپنې پټلۍ مسؤلینو او افغان هیئت ترمنځ د بریالیو مذاکراتو په پایله کې د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د مسولیتونو د انتقال اړوند موافقه وشوه.
د دې موافقې پر بنسټ به د حیرتان -مزارشریف اوسپنې پټلۍ مسولیتونه چې له شاوخوا ١١ کالو راهیسې د سوګډیانا ټرانس ازبکستاني کمپنۍ لخوا ترسره کېدل، د یوه منظم مهالوېش له مخې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې ته لېږدول کیږي. چې ورسره به د سوداګریزو توکو د انتقالاتو بهیر په عادي توګه روان وي.
یاده دې وي چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره د دې پروژې د ټولو چارو پرمخ وړلو ته پوره چمتوالی لري او د مسؤلیتونو په خپلولو سره به هڅه وکړي سوداګرو ته لا ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي.