‏د حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د افغان حاجیانو سهمیه او لګښتونه له رسنیو سره شریک کړل

الاماره: (۱۴۴۴/شوال ۹)نن د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حکومت د اطلاعاتو او د رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس ‏له لارې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال چې د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال سره برابره ده، د افغانستان حاجیانو سهمیه (۳۰۰۰۰) دېرش زره او دحج فریضې د اداکولو لګښتونه په نظر کې […]

الاماره: (۱۴۴۴/شوال ۹)نن د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حکومت د اطلاعاتو او د رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس ‏له لارې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال چې د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال سره برابره ده، د افغانستان حاجیانو سهمیه (۳۰۰۰۰) دېرش زره او دحج فریضې د اداکولو لګښتونه په نظر کې نیولو سره د هر حاجي لګښت (۳۹۲۴,۴۱) امریکایي ډالر چې معادل یې (۳۴۰۰۵۰,۲) افغانۍ کیږي وټاکل شوې
په همدې تړاو جوړې شوې غونډه ‏کې ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب، ددې وزارت مسلکي مرستیال شیخ الحدیث مولوي زرمحمد حقاني، د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم معین شیخ عزیز الرحمن منصور او د یاد وزارت یو شمیر رئیسانو ګډون درلود.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت ‏سره پیل شوه، ورپسې د ارشا، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور نور محمد ثاقب د ښه راغلاست ترڅنګ د حج د پروسې په تړاو مفصل معلومات وړاندې کړل او د افغانستان اسلامي امارت رهبري هیئت او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د محترم مقام د هڅو او کوښښونو په نتجې سره د ۱۴۴۴ هجري قمري ‏کال چې ۱۴۰۲ هجري لمریز کال سره سمون لري د حج بهیر د تنظیم او ګړندي کولو په موخه په کور د ننه او بهر په سعودي عربستان کې ګټور او پرله پسې فعالیتونه ترسره کړي دي چې په تفصیل سره یې لاندې یادونه وکړه:
۱: د سعودي عربستان له لوري د افغان حاجیانو لپاره (۳۰)زره د حج سهمیه راکړل شوه ‏: د حج د پروسې لپاره لازم تدبیرونه او چمتووالی نیول شوې دی.
۳: د نوبت پر بنسټ د حج د غوښتونکو تایید او پیژندنه تر سره شوې ده.
۴: د حاجیانو لپاره تر ټولو د ټیټ لګښت چارټ جوړول او ترتیبول، چې د هر یو کس (۳۹۲۴,۴۱) امریکايي ډالر کیږي چې د سیمی او ګاونډیو هېوادونو په پرتله ‏د لګښتونو کچې ته په کتو سره د هر نفر د حج لګښت ارزانه بیه ده.
۵: په ټول هیواد کې د حج د معلمینو د تنظیم او له هغوی څخه د آزموینې اخیستلو په موخه کاري کمیټې وګمارل شوې چې په پایله کې یې له ټول هیواد څخه په شرایطو او معیارونو برابر علماء کرام د حج د ښوونکو په توګه وګمارل شول ‏۶ :د حج د معلمینو درسونه او روزنه مرحله په مرحله پر مخ بیول کیږي.
۷: په هیواد کې دننه د حج په پروسه کې د دخیلو شرکتونو سره د تړونونو لاسلیک کول، لکه د حاجیانو په لیږد کې له کام ایر هوایی شرکت سره قرار داد کول.
۸: په سعودي عربستان کې د حج په پروسه کې د دخیلو شرکتونو ‏سره تړونونه، لکه د استوګنځای، تغذیې او ټرانسپورټ تړونونو لاسلیک کول.
۹: د افغانستان په څلورو پروازي زونونو کې د حاجیانو مجتمعات سمبالول او چمتو کول.
۱۰: د افغانستان د حج په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په مدینه منوره کې د حاجیانو لپاره درې وخته ډوډۍ ورکول