د جاپان سفیر د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره لیدنه ترسره کړه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۳) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن مازدیګر په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکاتا سره په سپيدار ماڼۍ کې وکتل. په دې کتنه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د جاپان سفیر ته د ښه راغلاست پرمهال د دواړو هیوادونو اړیکې اوږدې او […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۳) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن مازدیګر په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکاتا سره په سپيدار ماڼۍ کې وکتل.
په دې کتنه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د جاپان سفیر ته د ښه راغلاست پرمهال د دواړو هیوادونو اړیکې اوږدې او تاریخي وبللې او وې ویل، جاپان تل په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی او د ملګرو ملتونو د ک‌‌‌‌‌‌ډوالۍ چارو کمیسارۍ له لارې یې هېواد ته د افغان ک‌‌‌‌‌‌ډوالو د داوطلبانه راستنېدنې لپاره د دې هیواد د ۱۲،۵میلیون ‌‌‌‌‌‌ډالرو نوې مرستو مننه وکړه.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د نړۍ ټولو هېوادونو په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول جاپان او نورو هغو هیوادونو سره چې د افغانستان د سولې او پرمختګ پلویان دي، ښې اړیکې لري.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دېته په اشارې چې د افغانستان له خاورې به د هیڅ هیواد پرضد استفاده ونشي. له افغانستان سره د جاپان د ‌‌‌‌‌‌ډېرو مرستو په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د جایکا موسسې له لارې د زیاتو پراختیایي پروژو د تطبیق غوښتونکی شو.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نارینه و حقونو ته په درناوي قایل یوو او له مسلکي کدرونو څخه د افغانستان د پرمختګ په خاطر ګټه اخلو. هغه زیاته کړه، افغانستان له تروریستانو او نشه یي توکو څخه پاکوو.
همدارنګه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په افغانستان په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول ننګرهار کې د روغتیا او کرنې په برخو کې د ‌‌‌‌‌‌ډاکتر ناکامورا د کړنو او فعالیتونو قدرداني وکړه.
په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکاتا وویل، جاپان له افغانستان سره مرستې ته ژمن او د باثباته او پرمختللي افغانستان غوښتونکی دی.
هغه زیاته کړه، جاپان له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د کرنې، روغتیا او معارف برخو کې د خپلو بشري مرستو ۱۰۶،۷میلیون ‌‌‌‌‌‌ډالري کڅوړه اعلان کړې.
په افغانستان کې د جاپان سفیر د ښځو وضعیت او له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د بندپاتې کېدو په اړه د خپلو اندېښنو څرګندولو پرمهال وویل، د علم زده کړه د هر افغان حق دی.
هغه د خپلو خبرو په پای کې له افغانانو په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د لیرې سیمو خلکو سره د زیاتو مرستو غوښتونکی شو او زیاته یې کړه، موږ به په بېلابېلو بین المللي ناستو کې افغانستان سره د زیاتې مرستې غوښتونکی شو.