د تورخم اساسي روغتیایي مرکز په ۵۰ بستریز روغتون تبدیل شو

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۲) د تورخم اساسي روغتیایي مرکز په ۵۰ بستریز روغتون تبدیل شو چې ټولې چارې به یې د روغتیا نړیوال سازمان په مالي مرسته د WORLD مؤسسې له لورې پرمخ وړل کیږي. یاد روغتون به د همدغې سیمې اوسیدونکو، تلونکو او راتلونکو مسافرو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي چې ۵۰ بستره به لري […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۲) د تورخم اساسي روغتیایي مرکز په ۵۰ بستریز روغتون تبدیل شو چې ټولې چارې به یې د روغتیا نړیوال سازمان په مالي مرسته د WORLD مؤسسې له لورې پرمخ وړل کیږي.
یاد روغتون به د همدغې سیمې اوسیدونکو، تلونکو او راتلونکو مسافرو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي چې ۵۰ بستره به لري او ټولې برخې لکه بیړنۍ خونه، لابراتوار، مور او ماشوم څانګه، عملیات خونې، ولادت خونې، وینې بانک، اکسری او تلویزیوني معایناتو څانګې او نورو ټولو برخو ترڅنګ ۴ امبولانسونه ولري چې ناروغان به صفري نقطې ته او له هاغه ځایه دې روغتون ته انتقالوي.
د ننګرهار عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد رحیم قلندري د یو مل پلاوي په مشرۍ په همدې موخه تورخم ته سفر ترسره کړ.
د عامې روغتیا رئیس ښاغلي قلندري د تورخم کمیسار مولوي صدیق الله خالد او نورو مسؤلینو سره په ګډه د یاد ۵۰ بستریز روغتون د چارو د سمونې، اړتیاوو معلومولو او ارزونې په موخه د روغتون ودانۍ څخه لیدنه وکړه او په خپل منځ کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
نوموړي اړونده مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د روغتون لپاره ټول اړین وسایل، خونې، تعمیر بیارغونه او نورې چارې په معیاري او ښه ډول برابرې کړي.
د تورخم کمیسار د یاد روغتون په جوړیدو خوښي څرګنده کړه او هیله یې وښوده چې په دې سره به تورخم کې د روغتیا برخه کې شته ستونزې حل او ناروغانو ته به لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
د WORLD مؤسسې مسؤلینو ډاډ څرګند کړ چې ټولې چارې به د عامې روغتیا ریاست سره په همغږۍ په ښه شکل ترسره کړي.