د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون هیئت د پوهنې وزارت تالار کې غونډه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت تعلیم، تربیې او عالي تحصيلاتو کمېسیون لوړ پوړي هیئت د وزارت له مسئولینو سره د ډاډینې غونډه د پوهنې وزارت د کنفرانسونو په تالارکې جوړه کړه. دغه هیئت چې د ښاغلي مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده صاحب په مشرۍ ټاکل شوی و، په ترکیب کې یې هر یو د کمېسیون مرستیال ښاغلى […]

د افغانستان اسلامي امارت تعلیم، تربیې او عالي تحصيلاتو کمېسیون لوړ پوړي هیئت د وزارت له مسئولینو سره د ډاډینې غونډه د پوهنې وزارت د کنفرانسونو په تالارکې جوړه کړه.

دغه هیئت چې د ښاغلي مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده صاحب په مشرۍ ټاکل شوی و، په ترکیب کې یې هر یو د کمېسیون مرستیال ښاغلى مولوي سید آغا صاحب، د کمېسیون غړى ښاغلى مفتي قدرت الله صاحب، د کمېسیون د مطبوعاتو مسئول او غړی ښاغلى سمیع الحق حماس صاحب، د ښوونې او روزنې د مرکزي حلقې مسئول ښاغلى مولوي عبدالولي صدیقي صاحب، د پوهنې وزارت پخواني سرپرست وزیرې، معینان او د وزارت مرکزي رییسانو ګدون کړی وو.

غونډه د مولوي سیدآغا صاحب لخوا د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه په سر کې مفتي قدرت الله صاحب ګډون والو ته د افغانستان د اسلامي امارت د فتحې مبارکي وویله او هیله یې څرګنده کړه چې پاک پروردګار دې د دغې فتحې په برکت په هیواد کې دایمي سوله، آبادي او سمسورتیا را په برخه کړي، هغه وویل: دا ملت څلویښت کاله ډیر وکړیده راشئ چې دې ملت ته د ښه خدمت جوګه شو.

د اسلامي امارت دښوونې او روزنې کمېسیون تاسو ته ډاډ درکوي چې اسلامي امارت دقدرت د انحصار لپاره نه دی راغلی بلکه د دغه هیواد د وګړو د اوښکو د پاکولو او د هیواد بچیانو ته د زده کړې د ښه فرصتونو برابرولو لپاره راغلی دی.

ورپسې د نوموړي هیئت مشر ښاغلي مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده صاحب، د تعلیمي پالیسۍ په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت ژمنه کړې چې په هیواد کې به د پوهنې داسې یو ښوونیز نظام پر پښو ودروي ترڅو ټولنې ته په دیني او عصري پوهې سمبال نسل وړاندې کړي.

په اسلامي او افغاني روحیې به د تعلیمي نصابونو په تطبیق کار پیل کړو چې په نړیوالو میتودونو برابر او پرمختللی وي او د نړۍ د شته علومو او پرمختګونو ښکارندویي وکړي، اسلامي امارت هوډ لري چې دیني او عصري علومو ته یو ډول پاملرنه وکړي تر څو زموږ هیواد په نړۍ کې له هره پلوه سیال شي.

ښاغلي همت اخندزاده صاحب د ښځو د زده کړو او د هغوی د دندو په اړه وویل: د دې هېواد هره خور کولای شي چې د اسلام د سپیڅلي دین او شریعت په رڼا کې زده کړې وکړي او دندو ته ولاړې شي خصوصاً په ښوونیز نظام کې زموږ سره مرسته وکړي خو.

ورپسې د ښوونې او روزنې معین ښاغلي عطاءالله واحدیار د پوهنې د ښوونیز نظام په اړه خبرې وکړې او پوهنه یې ملي ارزښت وباله او له ټولو مسئولینو یې وغوښتل چې یو متوازن او پرمختللى تعلیمي نظام جوړ او ښوونیز خدمات دهیواد تر ګوټ ګوټ پورې ورسوي ترڅو د دغه هیواد بچیان ترې برخمن شي.

په پای کې ښاغلي مولوی عبدالولي خبرې وکړې او ویې وویل: د ا.ا.ا په دې هڅه کې دی چې د افغانستان تعلیمي نظام د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ ودروي او هوډ لري چې ډیر ژر به یو متوازن معارف چې دهیواد هر بچی به خپله روښآنه راتلونکې د دغه ښوونیز نظام په هنداره کې وویني.
۲۰۲۱/۸/۲۲