د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون غونډه نن ترسره شوه

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۶) په دې غونډه کې د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون غړو د کندز سپین زر دولتي شرکت اړوند د تشکیل د ارزونې، بودجې او مالي پلان، کړنو، لاسته راوړنو او نورو ټولو مواردو په اړه هراړخیز بحث وشو. د یاد شرکت عمومي رئیس او باصلاحیته استازو چې په غونډه کې حضور […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۶) په دې غونډه کې د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون غړو د کندز سپین زر دولتي شرکت اړوند د تشکیل د ارزونې، بودجې او مالي پلان، کړنو، لاسته راوړنو او نورو ټولو مواردو په اړه هراړخیز بحث وشو.

د یاد شرکت عمومي رئیس او باصلاحیته استازو چې په غونډه کې حضور درلود په خپل راپور کې وویل، سپین زر دولتي شرکت په کندز کې واقع او د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې فعالیت لري، دا شرکت په ۱۳۱۴ کې د شمالي شرکت په نوم تاسیس او په ۱۳۳۹ کې يې نوم د کندز سپین زر شرکت ته واوښت.

دوی زیاته کړه، یاد شرکت په تېرو شلو کلونو کې کوم فعالیت نه درلود؛ خو د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته دوباره فعال، ترمیم، بازسازي او نوی شو، د اومه موادو په برابرولو سره یې اقتصادي څرخ په فعالیت پیل وکړ. یاد شرکت په ۱۴۰۱ کال کې د کاغذي دستمالونو د تولید فابریکې په ایجادولو سره د پخلنځي کاغذي رول، یخ، د زغرو غوړي، د کالو مینځلو صابون او کنجاړه هم تولید کړي دي.

د غونډې په پای کې د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د سپین زر شرکت د ارتقاء او لا انکشاف په موړخه د یاد شرکت د فعالیت، نوښتونو، مدیریت، تشکیل، بودجې او مالي پلان په اړه لازم تصمیمونه ونیول.