د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه ترسره شوه

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۲) د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه نن ترسره شوه. دې غونډه کې د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غړو او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د ريل پټلۍ ادارې باصلاحيته استازو د ۱۴۰۲ کال […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۲)
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه نن ترسره شوه.

دې غونډه کې د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غړو او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د ريل پټلۍ ادارې باصلاحيته استازو د ۱۴۰۲ کال تشکيل، بودجه او مالي پلان او د يادو ادارو د مخکېني کال کړنې او لاسته راوړنې وارزولې او هر اړخيز بحث يې پرې وکړ.

په دې غونډه کې ټينګار وشو چې ادارې دې د تشکيلاتي تورم او وظيفوي تداخل مخنيوی او مسلکي برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په پای کې د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون له لوري د يادو ادارو د ۱۴۰۲ کال د تشکيل، بودجې او مالي پلان په اړه لازم تصميمونه ونيول شول.