د اوسپنې پټلۍ ادارې خپل فعالیتونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۹) نن دوشنبه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ۱۴۰۱ مالي کال فعالیتونه او لاسته راوړنې د ا.ا.ا رسنیو مرکز کې د یوه رسنیز مرکز کنفرانس له لارې له ملت سره شریکې کړې. په دغه رسنیز کنفرانس کې د ادارې سرپرست الحاج ملا بخت الرحمن شرافت، تخنیکي معاون انجنیر عبدالباري صدیقي او د […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۹) نن دوشنبه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ۱۴۰۱ مالي کال فعالیتونه او لاسته راوړنې د ا.ا.ا رسنیو مرکز کې د یوه رسنیز مرکز کنفرانس له لارې له ملت سره شریکې کړې.
په دغه رسنیز کنفرانس کې د ادارې سرپرست الحاج ملا بخت الرحمن شرافت، تخنیکي معاون انجنیر عبدالباري صدیقي او د ادارې ویاند عبدالسمیع دراني وینا وکړه، چې د ۱۴۰۱ کال عمده فعالیتونه، لاسته راوړنې او د نوي مالي کال لپاره پلانونه د رسنیو له لارې له ملت سره شریک او د رسنیو د استازو پوښتنې ځواب شوې.
په دغه رسنیز کنفرانس کې لومړی د ادارې سرپرست ښاغلي شرافت مقدماتي وینا وکړه او ویې ویل: ۱۴۰۱ کال کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴،۶ میلیونه مټریک ټنه انتقالات شوي چې د تېرکال په پرتله ۳۶ سلنه زیاتوالی ښیي او له درکه یې ۳،۱ میلیارد افغانۍ عواید راټولې او بیت المال ته سپارل شوي دي.
د کنفرانس په دوام د ادارې تخنیکي معاون ښاغلي صدیقي وویل: د ۱۴۰۲ مالي کال لپاره ۴ لویې او یو شمېر کوچنۍ پروژې پلان شوي دي، چې یوه مهمه پروژه د خواف- هرات ۴ټوټې لومړی او دوهم فاز رغول دي.
د کنفرانس په بله برخه کې د ادارې ویاند ښاغلي دراني د تېرکال د انتقالاتو او عوایدو ارقام، د انکشافي بودجې د مصرف څرنگوالی، ترکمنستان هېواد ته د ۱۳ تنه کارکوونکو د لېږلو او ایران هېواد ته د ۲۶ تنو کارکونکو چې په پام کې ده تر کوچني اختر وروسته واستول شي، په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي دراني وویل: دغې ادارې په تېر کال کې د سوداگریزو توکو د انتقال، عوایدو راټولولو، د ۲ پروژو د ترمیماتو پیل او پای ته رسولو، له بیلابیلو ادارو او نهادونو سره د رسمي ناستو، مالي فساد پرضد مبارزې ترڅنگ یو لړ مهم فعالیتونه کړي دي.
همدارنگه دغې ادارې په ۱۴۰۱ کال کې بیلابیلې لاسته راوړنې لرلي دي، چې کولای شو د تېر کال په پرتله په انتقالاتو کې ۳۶ سلنه عوایدو کې ۲۲ سلنه ډیروالی، ترکمنستان هېواد ته د زده کړو لپاره ۱۳ تنه کارکوونکي استول، ایران هېواد څخه د محصلینو د جذب موافقه، د افغان ټرانس پروژې چارې پیلول او ډیجیټل حکومتولي کې ځینې پرمختگونه د مثال په توگه یاد کړل.
د کنفرانس په وروستۍ برخه کې د رسنیو استازو په اړوندو موضوعاتو پوښتنې مطرح او د ادارې د استازو له لوري یې پوښتنې ځواب شوې.