‏ ‏د اوسپنې ویلې کولو فابریکې د لوګي د تصفیې لپاره معیاري فلتر نصب کړ

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۰) د کابل ښار د هوا ککړتیا راکمولو په موخه د کابل په صنعتي پارکونو کې ملي سټیل د اوسپنې ویلې کولو فابریکې د ( ۱۶۰ ) زره امریکايي ډالرو په ارزښت د لوګي د تصفیې لپاره معیاري فلټر نصب کړ. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۰) د کابل ښار د هوا ککړتیا راکمولو په موخه د کابل په صنعتي پارکونو کې ملي سټیل د اوسپنې ویلې کولو فابریکې د ( ۱۶۰ ) زره امریکايي ډالرو په ارزښت د لوګي د تصفیې لپاره معیاري فلټر نصب کړ.
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني د فابریکې د مسئولانو دا پر ځای او نیک اقدام وستایه.
د ملي سټیل فابریکې له لوري دا نصب شوی فلټر ۹۹ سلنه لوګی تصفیه کوي او له لوګي څخه یې د پنسل او د بوټو رنګ په جوړولو کې ګټه اخلي.
د دوی دا کار به د چاپیریال ساتنې په برخه کې ګټور تمام شي او له بل لوري به د ګټورو ارزونو په پایله کې د پانګې اچونې ودې ته زمینه برابره شي.
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال د فابریکې د مالک هڅولو سربېره ، هیله وښوده چې نورې فابریکې به هم د لوګي د تصفیې لپاره معیاري فلټرونه نصب کړي.
د صنعتي پارکونو په فابریکو کې د لوګي د تصفیې لپاره د فلټرونو نصبول حتمي او ضروري دي.
د یادونې وړ ده چې په یاد فابریکه کې د لوګي د تصفیې لپاره نصب شوی فلټر د یوه افغان انجنیر له لوري د هېواد په د ننه کې جوړ شوی دی، چې دا چاره په نېږدې راتلونکې کې د افغانانو په صنعتي کېدو دلالت کوي.