‏د افغاني سرې میاشتې رئیس کابل کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مشر سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۲)د افغاني سرې میاشتې سرپذست رئیس مولوي مطیع الحق خالص نن په کابل کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مشر « نیسفوړ میګندي»سره افغانستان کې پر بشري اړتیاو، بشري مرستو او په اړه یې پر لازمو اقداماتو لیدنه ترسره کړه. ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس وویل، […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۲)د افغاني سرې میاشتې سرپذست رئیس مولوي مطیع الحق خالص نن په کابل کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مشر « نیسفوړ میګندي»سره افغانستان کې پر بشري اړتیاو، بشري مرستو او په اړه یې پر لازمو اقداماتو لیدنه ترسره کړه.

ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس وویل، چې پرلپسې د افغاني سرې میاشتې له ولایتي او سیمه ییزو مسؤلینو سره اړیکه کې وي؛ ترڅو اړمنو او زیانمنو ته پر وخت او اړین لاسرسی وشي.
نوموړي وویل چې افغاني سرې میاشتې له سوالګرو کورنیو سره د میاشتنۍ پرلپسې نغدي مرستې ترڅنګ تازه د رواني ناروغانو د ساتنې او روزنې بهیر پیل کړی، چې اړتیا ده نړیوال خیریه بنسټونه په دې برخه کې افغاني سرې میاشتې ته د مرستې او ملاتړ لاس ورکړي، ځکه دغه دوه بشرپالې برخې پراخو امکاناتو ته اړتیا لري.

ناسته کې افغانستان کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون مشر ښاغلي نیسفوړ میګندي خپلو څرګندونو کې وویل، چې د افغاني سرې میاشتې ټول کاري شریکان د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو په ښه ډول له ترسره کېدو خوښ دي او ستاینه یې کوي.

نوموړي زیاته کړه چې، چې افغانستان کې د بشري مرستو لپاره یو شمېر هېوادونو د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون ته مرسته سپارلې، چې ډېر ژر به د دوی له لوري افغانستان ته راشي.