د افغانستان لپاره د م. م پلاوي د ریاست الوزرا اداري مرستیال سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۷) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازي مرستیال ښاغلي رامیز الاکبروف سره وکتل. په دې کتنه کې چې د یوناما د سیاسي چارو ارشد مسوول ښاغلي میروین پترسون هم حضور درلود، ښاغلي الاکبروف […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۷) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازي مرستیال ښاغلي رامیز الاکبروف سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د یوناما د سیاسي چارو ارشد مسوول ښاغلي میروین پترسون هم حضور درلود، ښاغلي الاکبروف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان او اړوندو ادارو له کړنو او بشردوستانه مرستو څخه د اسلامي امارت د مسوولینو د ملاتړ مننه وکړه.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال د دې ادارې کارکوونکو ته د کړنو او مرستو په برخه کې د اسلامي امارت له لوري د اسانتیاوو په برابرولو خوښي وښوده.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال او ورسره پلاوي سره په کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ په هیواد کې د ملګرو ملتونو نمایندګۍ دفتر او مرسته رسوونکو سازمانونو فعالیتونه حیاتي وبلل او خلکو ته د مرستو رسولو بهیر پر ادامه یې ټينګار وکړ.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل، اسلامي امارت د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه سازمانونو د خدماتو او بشري فعالیتونو هرکلی او ملاتړ کوي.