د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستیال مشر د امر بالمعروف له وزیر سره ولیدل

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۵) نن یکشنبه د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستیال مشر مارکس پوتزل سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل. مارکس پوتزل لومړی د ملاقات د وخت ورکولو مننه وکړه او بیا یې زیاته کړه چې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۵) نن یکشنبه د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستیال مشر مارکس پوتزل سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

مارکس پوتزل لومړی د ملاقات د وخت ورکولو مننه وکړه او بیا یې زیاته کړه چې موسساتو کې د ښځينه و د کار زمینه برابره شي تر څو وکولی شو د هغو افغان وګړو ژوند وژغورل شي چې له خطر سره مخ دي او اوسنی وضعیت د مرستندویه ټولنو لپاره د اندیښنې وړ دی.

شیخ محمد خالد (الحنفي) یې په ځواب کې و ویل چې د هر چا فرهنګ او کلتور باید په نظر کې ونیول شي، تیر نظام چې ټولې نړۍ په رسمیت هم پیژندلو خو نه یې نړۍ، نه ملت او نه هیواد سره ژمنتیا وه، اوس مثبت اړخونه ډير دي د ماحول په جوړیدو سره به هر څه سم شي.

هغوی سره راغلي هیئت کې د بشري مرستو د برخې مسئول فران ایکویزا و ویل چې که د ښځو د کار د اجازې په اړه هڅه وشي تر څو مونږ وکولی شو خلکو سره مرستې وکړو چې سرپرست وزیر ورته و ویل په دې اړه هڅه کوو تر څو یو چارچوب له شریعت سره سم ورته جوړ شي، د انسان ژوند ژغورل تر هر څه ډیر اولویت لري او مونږ په همدې لټه کې یو تر څو خلکو ته مرستې ورسیږي.