د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره وکتل

الاماره: (۱۴۴۴/شوال ۲۴) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن ماسپښين د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن روزا اوتونبایوا او ورسره پلاوي سره وکتل. په دې کتنه کې چې په سپيدار ماڼۍ کې ترسره شوه د سیاسي کمېسیون غړي او د اسلامي امارت د […]

الاماره: (۱۴۴۴/شوال ۲۴)
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن ماسپښين د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن روزا اوتونبایوا او ورسره پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په سپيدار ماڼۍ کې ترسره شوه د سیاسي کمېسیون غړي او د اسلامي امارت د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست مولوي خیرالله خیرخواه او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي دځانګړې استازې سیاسي مرستیال مارکوز پوتزل هم حضور درلود.
په پيل کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستو مننه وکړه او وې ویل، اوس مهال په هیواد کې اسلامي نظام ټینګ شوی او افغانان په امن فضا کې ژوند کوي، موږ هیله من یوو چې دا حقایق ښه درک شي او ستاسو له لارې نړیوالو ته ورسېږي.
هغه زیاته کړه، په بېلابېلو برخو کې شته لاسته راوړنو ته په پام نړیواله ټولنه باید له اسلامي امارت سره ښه تعامل او تفاهم ولري.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې پرتفاهم او د خبرو په دوام پر ټينګار وکړ او د ملګرو ملتونو سرمنشي په مشرۍ په دوحه کې دوه اونۍ وړاندې د افغانستان په تړاو د ناستې په اړه یې معلومات ورکړل او وې ویل، د مهمو موضوعاتو په اړه بحث وشو او د ګ‌‌‌‌‌‌ډون کوونکو هیوادونو استازو له افغانستان سره د مرستو دوام او اسلامي امارت سره تعامل ته لېوال وو.
مېرمن روزا اوتونبایوا وویل، په راتلونکو جوړېدونکو غون‌‌‌‌‌‌ډو کې به له افغانستان سره د رغنده تعامل په دوام، له نشه یي توکو سره د مبارزې د بریالي ماموریت، د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو د مخنیوي او د اموسیند د سواحلو د تحکیم په اړه به هراړخیز بحثونه وشي.
په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست مولوي خیرالله خیرخواه له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د دوام پرېکړې څخه په مننې وویل، سره له دې چې افغانستان په تېرو شلو کلونو کې ‌‌‌‌‌‌ډېرې ستونزې ګاللې دي، د تېر په پرتله په هیواد کې سراسري امنیت تامین دی. د فساد کچه په پام وړ توګه کمه شوې او په بشپړه توګه د نشه یي توکو د مخنیوي هڅې ادامه لري.
نوموړي همدارنګه وویل، اسلامي امارت باید راتلونکو غون‌‌‌‌‌‌ډو ته ور وبلل شي او په ټولو مسایلو کې د تفاهم او تعامل لاره اختیار شي.
په دې کتنه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر وویل، د اموسیند د سواحلو د تحکیم په ګ‌‌‌‌‌‌ډون د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو د مخنیوي او همدارنګه د راتلونکو غون‌‌‌‌‌‌ډو د اجن‌‌‌‌‌‌ډاو د برابرولو په برخو کې همکارۍ ته چمتو یوو.