د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ابتکار څلورمې ناستې ته د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي وینا

۱۳ اپرېل ۲۰۲۳ سمرقند، ازبکستان بسم الله الرحمن الرحیم حامداً و مصلیاً و بعد، د افغانستان د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د بهرنیو چارو درنو وزیرانو، زما د درناوي او نېکو هیلو او پېرزوینو مراتب ومنئ. اجازه راکړئ چې د افغانستان په باب د سیمې د هېوادونو له دې ابتکار څخه مننه وکړم او په […]

۱۳ اپرېل ۲۰۲۳

سمرقند، ازبکستان

بسم الله الرحمن الرحیم

حامداً و مصلیاً و بعد،

د افغانستان د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د بهرنیو چارو درنو وزیرانو،

زما د درناوي او نېکو هیلو او پېرزوینو مراتب ومنئ.

اجازه راکړئ چې د افغانستان په باب د سیمې د هېوادونو له دې ابتکار څخه مننه وکړم او په ځانګړې توګه له ازبکستان څخه چې د دې دورې کوربه‌توب کوي. همداراز له ټولو هغو محترمو هېوادونو مننه کوم، چې په دې ناسته کې يې زموږ د ګډون لپاره زمینه‌سازي وکړه.

د دې ناستي ابتکار په واضح ډول ښيي چې موږ او تاسو په ګډه د خپلي سیمي د ثبات، امنیت او اقتصادي ښېرازۍ لپاره پوره ژمنتیا لرو.

او مشترک برخلیک لرو او د خپل مشترک برخلیک لپاره به مشترکې او همغږې هڅې کوو تر څو په سیمه کې د ثبات او امنیت د رامنځ ته کېدو له نویو فرصتونو څخه ګټه پورته کړو او د مشترکو ګواښونو پرخلاف مسؤولانه مبارزه وکړو. افغانستان له خپله اړخه له سیمې سره نژدې او همغږي تعامل ته لېواله دی.

درنو حاضرینو،

دا ځل داسې مهال په دې ناسته کې راټولېږو، چې د څو قطبي نظم پر لور ګامونه چټک شوي. په لویه کې د اوروآسیا سیمه، په ځانګړې توګه زموږ سیمه به په نوي نړیوال نظم کې مهم رول ولري.

افغانستان چې د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا په یوه مهمه ژیو ستراتيژيکه سیمه کې موقعیت لري اوس د یوه مسؤول او متعهد حکومت له واکمنۍ برخمن دی. یو باثباته او امن افغانستان کولای شي چې د سیمې په امنیت، ثبات او اقتصادي اتصال کې محوري رول ولوبوي.

څو لسیزې په افغانستان کې تحمیلي جګړو، نه تنها د افغانستان بلکي د سیمې له هېوادونو څخه یې هم ډېر اقتصادي او تجارتي فرصتونه تروړلي وو. اوس دا فرصت برابر شوی چې افغانستان د سیمې یو مهم اقتصادي او تجارتي شریک شي.

زموږ هیله به دا وي، چې د سیمې هېوادونه هم په افغانستان کې د ثبات او اقتصادي ښېرازۍ لپاره په مشترک ډول هغه شرایط برابر کړي چې مرسته وکړي تر څو افغانستان خپل رغنده رول ولوبوي.

موږ په خپله هم چمتو یو چې د یوه مسؤول حکومت په توګه خپل مسؤولیتونه ادا کړو.

درنو حاضرینو،

موږ په هېڅ صورت اجازه نه ورکوو چې افغانستان له دې وروسته د منفي ټکرونو او نامشروع رقابتونو مرکز شي.

په افغانستان کې وروستي مثبت پرمختګونه لکه د بهرنیو قوتونو وتل، قوي مرکزي حکومت رامنځ ته کېدل، د قانون او نظم حاکمیت، ډاډمن امنیت، د فساد خاتمه، عدلي او قضايي ارګانونو ته لاسرسی، د مخدره توکو په کښت او قاچاق بندیز او په نهایت کې د افغانستان د حکومت مثبته اراده د افغانستان او سیمې ترمنځ د نژدې او هدفمنې همکارۍ زمینه برابروي.

اوس د دې زمینه برابره شوې چې افغانستان د سیمه‌ییز اتصال په ټولو پروژو کې، لکه ټرانس افغان رېل پټلۍ، ټاپي، ټاپ، کاسا زر او د چین په ابتکار د کمربند او لارې پروژه کې خپل رول ولوبوي.

درنو حاضرینو،

باید هېره نه کړو، چې زموږ او ستاسې د دې مشترک هدف د ترلاسه کېدو په لار کې ډېرې ننګونې هم شته، چې ایجابوي موږ او تاسې په مشترکو او همغږو هڅو سره پر ټولو خنډونو برلاسي شو او د خپلې مشترکې سیمې لپاره له ټولو فرصتونو ګټه پورته کړو.

افغانستان پر خپلې ژمنې ټینګ ولاړ دی چې هېڅ فرد او یا ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د سیمې او یا د نړۍ د کوم هېواد پرخلاف وکاروي او یا په افغانستان کي د مخدره توکو کښت یا قاچاق وکړي. دا یوازې د لفظي ژمنې تر حده نه خلاصه کېږي، بلکې موږ عملاً په افغانستان کې د امنیت او ثبات لپاره په جدي مبارزه بوخت یو او په دې برخه کې ښې لاسته‌راوړنې هم لرو.

د اوسني حکومت له تشکیل راهیسې چې نژدې دوه کاله کېږي، هېڅ داسې کومه جدي امنیتي پېښه نه ده شوې چې ريښې یې له افغانستان څخه سرچینه اخیستې وي. موږ د افغانستان ملي ګټې د سیمې په امنیت، ثبات او اقتصادي اتصال کې تعریفوو او دا هغه بحث دی چې زموږ د ټولې منطقې ګټې خوندي کولای شي.

په دې اساس زموږ د منطقې هېوادونو ته په کار دي چې متوجه وي چې د افغانستان په تړاو يې سیاستونه د منفی تبلیغاتو او مخالفو قدرتونو د لومو ښکار نه شي، بلکې د خپلو ملي ګټو او منطقوي امنیت، ثبات او اقتصادي اتصال له زاویې افغانستان ته وګوري او د افغانستان حالات په خپلو سترګو له نږدې وګوري او ورسره مثبت تعامل وکړي. د منطقې مثبت او جدي سیاسي، امنیتي او اقتصادي تعامل کولای شي د افغانستان او منطقې د ګټو له خوندیتوب سره مرسته وکړي.

د افغانستان بې‌ثباتي د هیچا په ګټه نه ده، ځکه د ټولې منطقې د بې‌ثباتۍ، مخدره موادو ودې، د وسلو قاچاق، مهاجرتونو او نورو ورته ناخوالو لامل کیږي.

په پای کې د ازبکستان له جمهوریت مننه کوو چې د دې مهمې ناستې کوربه‌توب یې وکړ. هیله‌من یو چې په راتلونکي کې هم افغانستان په ټولو سیمه‌ییزو فارمټونو، ابتکارونو او سازمانونو کې خپل استازیتوب وکړي تر څو موږ او تاسې په ګډه د اسيايي پيړۍ کامل پوتانسيال څخه برخمن شو.

پاتې ورځ مو په خیر!

ډېره مننه!