د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست په مشري پلاوي ازبکستان ته سفر وکړ

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۷) نن چهارشنبه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست الحاج ملا بخت الرحمن شرافت په مشري د امارتي ادارو ګډ پلاوي ازبکستان هېواد ته د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ د مسولیتونو د انتقال پروسې د نهايي کولو لپاره سفر وکړ. دغه پلاوي کې چې د ا.ا.ا اقتصادي معاونیت، ملي تدارکاتو ریاست او […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۷) نن چهارشنبه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست الحاج ملا بخت الرحمن شرافت په مشري د امارتي ادارو ګډ پلاوي ازبکستان هېواد ته د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ د مسولیتونو د انتقال پروسې د نهايي کولو لپاره سفر وکړ.
دغه پلاوي کې چې د ا.ا.ا اقتصادي معاونیت، ملي تدارکاتو ریاست او مالیې وزارت استازي هم شامل دي، ازبکستان کې به د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ته د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ د مسؤلیتونو د انتقال او له یاد هېواد سره د یوه تفاهم لیک نهايي کولو اړوند مفصل بحثونه وکړي.
تمه ده دغه سفر کې د تفاهم لیک لاسلیکولو سره د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ څخه د سوداګریزو توکو انتقالات بېرته پیل او په عادي توګه جریان ومومي.