د افغانستان برښنا شرکت له لوري د عوایدو راټولو او ضایعاتو د مخنیوي په موخه جدي هڅي رواني دي

د افغانستان برښناشرکت د محترمي رهبرۍ د هدایت په اساس دعوایدو د راټولولو او دضایعاتو دمخنیوي په پار جدي هڅي دوام لري. دهلمندبرښنا ریاست د رهبرۍ له لوري تېره شپه دشپنۍ ګزمې په حال کی دلښکرګاه ښار اړوند ۱۴ بابه دوکانونه چي  د برق د مصرفیې له درکه پوروړي وه د هلمند برښنا ریاست دتفتیش […]

د افغانستان برښناشرکت د محترمي رهبرۍ د هدایت په اساس دعوایدو د راټولولو او دضایعاتو دمخنیوي په پار جدي هڅي دوام لري.

دهلمندبرښنا ریاست د رهبرۍ له لوري تېره شپه دشپنۍ ګزمې په حال کی دلښکرګاه ښار اړوند ۱۴ بابه دوکانونه چي  د برق د مصرفیې له درکه پوروړي وه د هلمند برښنا ریاست دتفتیش مدیریت د کارمندانو لخوا مهر لاک سوه او ترهغه مهاله به مهرلاک وي ترڅو یې باقیات نه وي  تحویل کړي.

باید یادونه وسي چی تر دې مهاله دهلمند برښنا ریاست له لوري په لسګونو نور مارکېټونه او دوکانونه چي د برښنا له درکه مقروض وه  مهرلاکه سوي چي له نېکه مرغه د ډیرو مارکیټونو مالکینو خپل باقیات په اړونده بانکونو کي تحویل کړي.

دهلمند برښنا ریاست رهبري ژمنه ده چي د عوایدو په لوړولو او دضایعاتو په مخنیوي کی خپلي هڅي ګړندۍ وساتي.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۸/۱۳ هـ ق