د افغانستان بانک ۱۶ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۵) د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۴۴کال د شعبان المعظم د میاشتې په ۲۵ نېټه (۲۷/۱۲/۱۴۰۱) د شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (۱۶) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري. د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۵)
د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۴۴کال د شعبان المعظم د میاشتې په ۲۵ نېټه (۲۷/۱۲/۱۴۰۱) د شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (۱۶) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري. د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.
د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.