د افغانستان اسلامي ا. لوړ پوړو مسؤلینو د قوشتیپې کانال د کار له بهير څخه لیدنه وکړه

""

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۵)په دغه لیدنه کې د رئیس الوزرا لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر ، دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د بلخ ولايت والي مولوي محمد داوود مزمل، د افغانستان ملي راديو او تلويزيون مشر مولوي احمدالله وثیق ، د ملي پرمختيا شرکت عمومي رئیس عبدالرحمن عطاش ، د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس الحاج مولوي ذبيح الله نوراني او ګڼ شمیر چارواکو ګډون درلود.

په پیل کې د رئیس الوزرا لومړي مرستيال ملاعبدالغني برادر د ملي پراختيا شرکت عمومي رياست له کارکوونکو څخه د یاد کانال د کارنو او چارو د دوام له پرمختګ څخه مننه وکړه او ډاډ ورکړ چې ډیړ ژړ به د الله په نصرت او د کارکوونکو په زیار د یادې پروژې چارې بشپړې شي. د ښاغلي برادر په وينا د دې پروژې پرانيستلو سره به افغانستان د غلاجاتو او کرنيزو توکو په برخه کې غني شي‌ او هېواد به د يوه لوي اقتصادي پرمختګ او بدلون سره مخ شي.

همدارنګه د رئیس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم د ملي پرمختيا شرکت عمومي رئیس عبدالرحمن عطاش او د یاد کانال له کارکونکو د شته پرمختګ څخه ستاينه وکړه او وویل : چې په یاد کانال کې کار په نورمال او منظم ډول دوام لري چې ددغې کانال اوږدولې ۲۸۵ متر، پڼوالې یې ۱۵۲ متر، ژوړوالې یې ۵, ۸ ، او په دغه کانال کې د ۴۰۰۰ ماشنیریو په شاوخوا کې په کار بوخت دی.

ښاغلي حنفي زیاته کړه چې د یاد کانال چارې به د ټاکلې وخت څخه بشپړ او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي چې د یاد کانال په جوړېدو سره به افغانستان د غلوجاتو په برخه کې ځان بساینې ته ورسیږي.

په ورته وخت کې د ملي پرمختيا شرکت عمومي رئیس عبدالرحمن عطاش په خپلو خبرو په لړ کې وویل: چې د یاد کانال د لومړي فاز چاړې ۵۸ فیصده پای ته رسیدلې چې د ددغې کانال کارونکو د شپنیو او ورځنیو زیار سره به د یاد کانال د لومړي فاز چارې د ټاکلې وخت څخه به مخکې پای ته ورسیږي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي ا. د حاکميت سره د یاد کانال کارونه په چټک او منظم ډول شروع او دمګړۍ دوام لري.