د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون د جهادي ارزښتونو طرزالعمل منظور کړ

الاماره (۱۴۴۴/رمضان ۳) د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون نن د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې غونډه وکړه. د غونډې په آجندا کې د شاملو نورو موضوعاتو تر څنګ د جهادي ارزښتونو د ساتنې پر طرزالعمل هم بحث وشو. په‌ پای کې د جهادي ارزښتونو دا […]

الاماره (۱۴۴۴/رمضان ۳) د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون نن د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې غونډه وکړه.

د غونډې په آجندا کې د شاملو نورو موضوعاتو تر څنګ د جهادي ارزښتونو د ساتنې پر طرزالعمل هم بحث وشو.

په‌ پای کې د جهادي ارزښتونو دا طرزالعمل له تدقیق، څېړنې او مطالعې وروسته د یاد کمېسیون لخوا تاييد او منظور شو.