د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون غونډه ترسره شوه

الاماره (۱۴۴۴ /ذوالقعده /۱۵) د افغانستان اسلامي امارت د رياست‌ الوزراء د سیاسي مرستیال او کفيل محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ نن ماښام د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون غونډه ترسره شوه. په دې نوبتي غونډه کې د تېرو موضوعاتو د تعقیب تر څنګ پر یو شمېر اړینو سیاسي مسائلو سربېره د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو […]

الاماره (۱۴۴۴ /ذوالقعده /۱۵)

د افغانستان اسلامي امارت د رياست‌ الوزراء د سیاسي مرستیال او کفيل محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ نن ماښام د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون غونډه ترسره شوه.

په دې نوبتي غونډه کې د تېرو موضوعاتو د تعقیب تر څنګ پر یو شمېر اړینو سیاسي مسائلو سربېره د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو پر اړیکو هم بحث او خبرې وشوې.

د سیاسي کمېسیون محترمو غړو وویل، اسلامي امارت د افغانستان له ګاونډیانو سره ښې اړیکې لري او د بحث وړ موضوعات به د خبرو له لارې هواروي.#