د اطلاعات او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین د روزګان له ځوانانو سره غونډه وکړه

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۱) د اطلاعات او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین د يوه رسمي سفر په ترڅ کې د روزګاني ځوانانو ستونزې او غوښتنې واوریدې او د هغوي ته یې د تعلیمي او کاري فرصتونو د برابرولو ډاډ ورکړ. بل لور د ځوانانو چارو معین ښاغلي قاري محمد یونس راشد وویل د ځوانانو نوم […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۱) د اطلاعات او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین د يوه رسمي سفر په ترڅ کې د روزګاني ځوانانو ستونزې او غوښتنې واوریدې او د هغوي ته یې د تعلیمي او کاري فرصتونو د برابرولو ډاډ ورکړ.
بل لور د ځوانانو چارو معین ښاغلي قاري محمد یونس راشد وویل د ځوانانو نوم کوم نمایش نه بلکي لوستو ځوانانو ته ضرورت لرو، ځکه حکومت کول په علمي کسانو کیږي.
ښاغلي راشد وویل د امارت په راتګ سره هغه روانی ستونزې حل شوې دی کوم چې د فاصلې په نامه ور څخه ناوړه استفاده کیده، اوس به ټولو په ګډه کار کوو.
د ښاغلي راشد په خبره ځوانان زیاته انرژۍ لري، چې باید د خپلو خلکو او ټولنې ته کار وکړي، ځکه اوس موږ د اشغال څخه خلاص یوو امنیت دی، باید د نورو د خلکو د احتیاج څخه ځان خلاص کړو او يو بل ته لاس ورکړو او خپل هیواد اباد کړو.
ښاغلي راشد وویل باید ځوانان د خپل شته اسلامي نظام ساتنه وکړي، ځکه موجود نظام د ولس څخه جوړ دی او دغه نظام ستاسو ځوانانو په ملاتړ را پورته کیږي، نظام مسؤلیت لري چې ځوانانو ته د دینی، عصري زده کړو او تعلیم زمینه برابره کړي، په بدل کې یې د ځوانانو څخه غوښتل کیږي چې ټولنې ته د کار کولو تر څنګ د خپل اسلامي نظام ملاتړ وکړي.

د روزګان ولایت یو شمیر ځوانانو خپلې غوښتنې شریکې کړې په خبره، که یادې غوښتنې ومنل سي، د دولت دستګاه به نوره هم ورسره قوي شي.

وروسته د ځوانانو او د ځوانانو چارو د معین تر منځ ازاد بحث او مناظره پیل سوه، چې په ترځ کې یې ځوانانو خپل سوالونه، غوښتنې نظریات شریک کړل او د ځوانان چارو معین یې د حل ژمنه ورسره وکړ او وویل چې ستاسو غوښتنې او وړانديزونه به تر مشرتابه پوري رسوي.

باید وویل شي دا لومړی ځل دی، چې روزګان ته د ځوانانو برخي لوړ پوړې مسؤلین سفر کوي او د ځوانانو سره دیو ازاد بحث له لارې د هغوی ستونزي او وړاندیزونه اوري.