د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزیر هلمند ولایت ته سفر وکړ :

  تېره ورځ مازدیګر ناوخته د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزير محترم ملا خير الله خيرخوا صاحب ،د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي چارو معین او د اسلامي امارت ویاند محترم ذبیح الله مجاهدصاحب، داطلاعاتو فرهنګ وزارت د تاریخي ابداتو معین محترم مولوي عتيق الله عزيزي او د ځوانانو چارو معین محترم  ملا فيض الله […]

 

تېره ورځ مازدیګر ناوخته د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزير محترم ملا خير الله خيرخوا صاحب ،د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي چارو معین او د اسلامي امارت ویاند محترم ذبیح الله مجاهدصاحب، داطلاعاتو فرهنګ وزارت د تاریخي ابداتو معین محترم مولوي عتيق الله عزيزي او د ځوانانو چارو معین محترم  ملا فيض الله تمیم هلمند ولایت ته په رسمي سفر کي د هلمند والي محترم مولوي عبدالاحد طالب مولوي صاحب)  او استخباراتو رئیس محترم ابو خالدصاحب سره ولیدل.

 

هلمند والي دې ولایت ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر او ورسره پلاوي هر کلی وکړ او زیاته یې کړه چي د هلمند ولایتي اداره به د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته جدي پاملرنه کوي او د دې ریاست ټولو کارکوونکو سره به په پوره همږغۍ د هلمند ولایت رسنیزي او فرهنګي چاري مخته وړي او د دوی پر وړاندي به پراته خنډونه له منځه وړي او ستونزو ته به یې پر وخت رسیدنه کوي.

 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخوا د هلمند ولایتي ادارې او په ځانګړي توګه د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محترم حافظ عبدالباري( راشد) کړني او زحمتونه  وستایل او همدا راز یې هلمند ولایت د تاریخي ابداتو لرونکی ولایت یاد کړ.

 

ښاغلي خیرخوا صاحب وویل چي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت موخه د افغانستان اسلامي فرهنګ وده، فرهنګي چاري، ملي یوالی او فرهنګي میراثونو ساتنه ده.

 

ده همدا راز زیاته کړه چي افغانستان د ټولو ګډ کور دی راځئ چي په ابادولو کي یې یو بل ته لاسونه سره ورکړو او د نړیوالو په مرستو بسنه ونه کړو.

 

اطلاعاتو او فرهنک وزیر له ځوانانو وغوښتل چي د پردیو په تبلیغاتو باور ونکړي او له هیواده تیښته یې د افغانستان په زیان ده .دده په خبره چي د افغانستان اسلامي امارت او د افغانستان خلګ ځوانانو ته اړتیا لري نو په کار ده چي د پردیو کړیو د تبلیغاتو تر اغیز لاندي رانسو او خپل هیواد ته کار وکړو.

 

د باختر آژانس د خبریال په حواله چي ښاغلي خیر خوا وویل د هلمند ټول اوسیدونکي او ولایتي اداره د تاریخي اثارو او ابداتاتو د ساتلو مسولیت لري.

 

نوموړي له ځوانانو او هلمندي ولسونو غوښتنه وکړل چي د خپل اسلامي کلتور درناوی وکړي او ټول د هیواد په ابادۍ او ترقۍ کي ونډه واخلي.

 

د یادوني وړ ده چي تر دې وړاندي هم د بېلابېلو وزارتونو وزیرانو دې ولایت ته سفرونه کړی دي.

 

نېټه:۱۴۴۳/۸/۲ هــ ق