د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لوړ رتبه پلاوي هلمند کي د ګڼ شمېر مسئولینو او مجاهدینو سره ولیدل:

  تېره ورځ د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزیر محترم ملاخیرالله (خیرخواه) صاحب، ددې وزارت نشراتي معین، د اسلامي امارت ویاند محترم ذبیح الله (مجاهد) صاحب او ورسره پلاوي هلمند کي د ګڼ شمېر مسئولینو او مجاهدینو سره وکتل. دباختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخي په دې لیدنه کي د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، […]

 

تېره ورځ د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزیر محترم ملاخیرالله (خیرخواه) صاحب، ددې وزارت نشراتي معین، د اسلامي امارت ویاند محترم ذبیح الله (مجاهد) صاحب او ورسره پلاوي هلمند کي د ګڼ شمېر مسئولینو او مجاهدینو سره وکتل.

دباختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخي په دې لیدنه کي د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، نشراتي معین او ورسره پلاوي د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه د احصائیې ریاست د رئیس محترم حافظ محمدرباني حاجي هېواد، د لښکرګاه د پنځمي حوزې د امیر محترم حاجي بشیر صاحب او ګڼ شمېر ډلګۍ مشرانو او مجاهدینو سره د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې کتنه وکړه.

په دې کتنه کي لومړی د ټولو شهیدانو دپاکو ارواحو دپاره دعاء او د تسلیت مراتب ترسره سوه.
همدا راز د تېر شل کلن جهاد د حماسو او کارنامو یادونه او ستاینه او د مجاهدینو د سترو کارنامو او جهادي خدمتونو په اړه خبري وسوې.
د پلاوي له خوا مسئولینو او مجاهدینو ته د بېلابېلو موضوعاتو په اړه لازمي توصیې او د هېواد د بیارغوني او د خلګو سره دښه او صمیمانه چلند په اړه لازمي سپارښتني وسوې.

نېټه: ۱۴۴۳/۸/۳ هـ ق