د اسلامي امارت سیاسي مرستیال ملا برادر اخند په دوحه کې د قطر هیواد له لوپوړو چارواکو سره وکتل

د اسلامي امارت سیاسي مرستیال محترم ملا برادراخند د قطر هیواد د صدراعظم له مرستیال اود بهرنیو چارو له وزیرمحمد عبدالرحمن ال ثانی، د نوموړي هیواد د ملي امنیت مشاور محمدالمسند، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د اشغالګرو ځواکونو له قومندان سکاټ میلر سره […]

د اسلامي امارت سیاسي مرستیال محترم ملا برادراخند د قطر هیواد د صدراعظم له مرستیال اود بهرنیو چارو له وزیرمحمد عبدالرحمن ال ثانی، د نوموړي هیواد د ملي امنیت مشاور محمدالمسند، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د اشغالګرو ځواکونو له قومندان سکاټ میلر سره وکتل، په ناسته کې دافغانستان په چارو کې دقطر دبهرنیو چارو وزارت  خاص استازی دکتور مطلق القحطانی هم موجودو .په یاده کتنه کې د مذاکراتو په روان بهیر او له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو بحث وشو، محترم ملا برادر اخند  د بهرنیو ځواکونو د وتلو او په افغانستان کې د راتلونکو تحولاتو په اړه د اسلامي امارت موقف بیان کړ او زیاته یې کړه چې موږ د مذاکراتو روان بهیر او په افغانستان کې د امن او اسلامي نظام راتلو ته ژمن یو.