د ازبکستان وارداتي برېښنا د تخنيکي ستونزې له امله پرچاو شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۰) د افغانستان د بریښنا شرکت وایي چې هیواد ته د ازبکستان وارداتي برېښنا نن مازدیګر ۴:۰۰. بجې د ازبکستان هېواد دننه د تخنیکي ستونزې له امله پرچاو شوې ده. د ازبکستان برېښنا مسؤلینو په خبره د برېښنا ستونزې ژر حل لپاره هڅه کوي. ‏دغه راز د افغانستان برېښنا شرکت مسؤلین له […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۰) د افغانستان د بریښنا شرکت وایي چې هیواد ته د ازبکستان وارداتي برېښنا نن مازدیګر ۴:۰۰. بجې د ازبکستان هېواد دننه د تخنیکي ستونزې له امله پرچاو شوې ده.
د ازبکستان برېښنا مسؤلینو په خبره د برېښنا ستونزې ژر حل لپاره هڅه کوي.

‏دغه راز د افغانستان برېښنا شرکت مسؤلین له ډېرو هلو ځلو وروسته وتوانېدل چې د برېښنا پرچاوۍ ستونزې د بېړني حل په موخه د تاجکستان هېواد ۷۵ میګاواټه وارداتي برېښنا کابل ته ونښلوي او د ترکمنستان وارداتي برېښنا
‏کندز او تخار ولایتونو ته ونښلوي، ددې ترڅنګ د برېښنا مشرتابه د لارښوونې سره سم د تره خیلو حرارتي برېښنا دستګاه هم د ۶۰ میګاواټه برېښنا په تولید چالانه شوه او د تولیدي آبي برېښنا له سرچېنو څخه به په اعظمې توګه ‏برېښنا تولیدېږي، چې په لومړۍ کټګورۍ کې به روغتونونو او مهمو امنیتي ځایونو ته برېښنا ورکول کېږي، دغه راز به په دوهمه کټګورۍ کې استوګنېزو ځایونو ته هم په نوبتوار ډول یوه اندازه برېښنا ووېشل شي.
د افغانستان برېښنا شرکت ستاسو ټولو پېرودونکو له حوصلې مننه کوي.