د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د حج چارو د انسجام کمیټې سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۴) نن دیکشنبې ورځ له غرمې مخکې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب د حج چارو له کمیټې سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال کې افغان حاجیانو ته د غوره […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۴) نن دیکشنبې ورځ له غرمې مخکې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب د حج چارو له کمیټې سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال کې افغان حاجیانو ته د غوره او لازیاتو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې. نوموړي د حج په پروسه کې خدمت کول له یو طرف مسؤلیت او له بل طرفه ستر عبادت وباله او د یادې کمیټې څخه یې د ترسره کړو اجراءاتو له امله مننه وکړه او دوی یې لا زیات خپلو دندو ته متوجه کړل
همدا راز د دغه کمیټې مسؤول مولوي عبدالولي حقاني د خپلو خبرو په ترڅ کې د غوره خدمتونو دوړاندې کولو په برخه کې د تېر کال د تجربو څخه د ګټې اخیستنې په اړه څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه، چې افغان حاجیانو ته د هیواد دننه او په سعودي عربستان کې د لازیاتو اسانتیاو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.
د یادونې وړ ده چې د حج چارو د انسجام کمیټه د راتلونکي حج لپاره د ابتدایي او لازمو اقداماتو تر څنګ د حج دمقررې، د سهمې تقسیم بندي، د معلمینو دتعیین او ازموینې او د روان کال حج د لویو قرار دادونو لپاره ځینې ګامونه پورته کړي دي، ترڅو په راتلونکي ۱۴۴۴ هجري قمري کال کې د حج د یوی کامیابه او بریالۍ پروسې شاهدان واوسو .