د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ياد کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه. په دې غونډه کې؛ د نبراسکا مطبعې پر ماشين آلاتو او فعالولو او همداراز د باميان د غنډک، د بلخ ولايت د کشنده ولسوالۍ د تنج […]

د اداري کمېسيون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ياد کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې؛ د نبراسکا مطبعې پر ماشين آلاتو او فعالولو او همداراز د باميان د غنډک، د بلخ ولايت د کشنده ولسوالۍ د تنج کليو او د پکتيا ولايت د ځاځي اريوب ولسوالۍ د خلکو پر وړانديزونو او په اجنډا کې پر شاملو نورو موضوعاتو هر اړخيز بحث وشو او د يادو مواردو په اړه لازم تصميمونه ونيول شول.
همداراز په يو شمېر نورو موضوعاتو کې د لا زيات وضاحت په موخه پلاوي ته دنده وسپارل شوه، ترڅو هغه په هر اړخيز ډول وارزوي او پايله يې د کمېسيون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.#