د اداره امور (د چارو ادارې) په چوکاټ کې نوې ګومارنې ترسره شوې

الاماره ۱۴۴۴/ذوالقعده۱۴) د چارو ادارې لوی رياست کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس لاندې ټاکنې ترسره شوې د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله آخندزاده حفظه الله د حکم پر اساس د کارونو د لا سمون او پرمختګ په مقصد د چارو ادارې […]

الاماره ۱۴۴۴/ذوالقعده۱۴)
د چارو ادارې لوی رياست کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس لاندې ټاکنې ترسره شوې
د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله آخندزاده حفظه الله د حکم پر اساس د کارونو د لا سمون او پرمختګ په مقصد د چارو ادارې لوی ‏
رياست کې لاندې ټاکنې ترسره شوې
۱- مولوي محمد صابر د پوهنې وزارت د داخلي تفتيش مخکينی رئيس، د چارو ادارې د مالي او اداري مرستيال په توګه.
۲- مولوي محمد رباني ناصح د ننګرهار ولايت مخکينی مرستيال والي، د پروژو د انسجام او څارنې رياست د رئيس په توګه ‏
۳- مولوي عبد الباقي منصور د چارو ادارې د ملي تدارکاتو رياست مخکينی رئيس، د چارو ادارې د دفتر رياست د رئيس په توګه.
۴- مولوي عبد الولي صديقي د چارو ادارې د دفتر رياست مخکينی رئيس، د چارو ادارې د ملي تدارکاتو رياست د رئيس په توګه.
۵- مولوي محمد يوسف سعد د چارو ادارې
د سندونو او اړيکو رياست د عريضو او شکايتونو اورېدلو معاونیت مخکينی مرستيال، د حفظ او مراقبت رياست د رئيس په توګه.
۶- مولوی اسلام الدين د پاليسي او ستراتيژي رياست د رئيس په توګه.
۷- مولوی محمد هاشم فرهاد وال د چارو ادارې د بشري سرچينو رياست مخکينی رئيس، د چارو ادارې ‏د اداري فساد سره د مبارزې رياست د شتمنيو د ثبت او بررسي معاونيت د مرستيال په توګه.
له الله تعالی څخه دوی ټولو ته د ورسپارل شويو دندو د ښه تر سره کولو توفيق غواړو!
د چارو ادارې لوی ریاست
د مطبوعاتو ریاست
۱۴۴۴/۱۱/۱۴ھ ق
۱۴۰۲/۳/۱۳ھ ش – ۲۰۲۳/۶/۳ م