د ابوظبي په غونډه کې د کابل ادارې له استازو سره د خبرو اترو هيڅ امکان نشته

دوه ورځې کیږي چې په متحده عربي اماراتو کې د اسلامي امارت استازي له امرکايي لوري سره د اشغال د پای ته رسیدو په اړه په جدي خبرو بوخت دي. په دې خبرو کې د ځينو نورو هیوادونو استازي هم شتون لري. خو د کابل ادارې بیلابیل چارواکي له تیرې ورځې راهیسې په مکرر او […]

دوه ورځې کیږي چې په متحده عربي اماراتو کې د اسلامي امارت استازي له امرکايي لوري سره د اشغال د پای ته رسیدو په اړه په جدي خبرو بوخت دي.
په دې خبرو کې د ځينو نورو هیوادونو استازي هم شتون لري.
خو د کابل ادارې بیلابیل چارواکي له تیرې ورځې راهیسې په مکرر او ناسم ډول راپورونه خپروي چې ګنې په دې غونډه کې به د کابل ادارې استازي هم د اسلامي امارت له استازو سره وګوري.
موږ یوځل بیا داسې راپورونه ردوو، باید وویل شي، له امریکايي پلاوی سره د افغانستان د اشغال د پای ته رسیدو په مسئلې خبرې کیږي چې د کابل تر ادارې پورې هیڅ تړاوو نه لري، هلته د اجنډا ټول بحث هغه موضوعات دي چې په اشغالګرو پورې اړه لري او له هغو سره به پرې خبرې کیږي.
هیوادوال دې د کابل ادارې د بیلابیلو چارواکو او ادارو افواهاتو او شائعاتو ته هيڅ اعتنا نه کوي، رسنۍ هم باید په دې اړه د راپور خپرولو څخه وړاندې زموږ نظر په پام کې ونیسي او پروپاګند ونه کړي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۴۰/۴/۱۱ ه ق
۱۳۹۷/۹/۲۷ ه ش – ۲۰۱۸/۱۲/۱۸ م