دهیواد هوايي ځواکونو په واوره کې بند پاتې ايراني انجينران او مجاهدین د چورلکو پر مټ وژغورل

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۸) تبره ورځ ماښام د ا.ا.ا ملي دفاع وزارت زړورو او مخلصو هوايي ځواکونو له لوري هرات ولايت کې ٤ تنه ايراني انجينران او ٥ تنه مجاهدین چې د درنې واورې له امله بند پاتې وو، د چورلکې پر مټ وژغورل شول. دغه ايراني انجينران پرون له ایران هېواد څخه د خواف-هرات […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۸)

تبره ورځ ماښام د ا.ا.ا ملي دفاع وزارت زړورو او مخلصو هوايي ځواکونو له لوري هرات ولايت کې ٤ تنه ايراني انجينران او ٥ تنه مجاهدین چې د درنې واورې له امله بند پاتې وو، د چورلکې پر مټ وژغورل شول.
دغه ايراني انجينران پرون له ایران هېواد څخه د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ د تخنیکي ارزیابي لپاره هرات ته په درزین کې راغلي او تر ارزیابي وروسته بېرته ایران ته د ستنېدو پرمهال د شمتیغ دښته کې بند پاته وو، چې د سړې هوا او غذایي موادو نشتوالي او سیمې ته د موټرو د تگ د امکان نشتون له امله یې د تلف کېدو ویره وه.
د اوسپنې پټلۍ ادارې موضوع د ملي دفاع وزارت له محترم مقام سره شریکه او محترم مقام په عاجله توگه هوايي ځواکونو ته امر وکړ او تر یوه ساعت لږ وخت کې یاد کسان وژغورل شول.
د ملي دفاع وزارت پر وخت کړنې، د هوايي ځواکونو اخلاص، زړورتیا او اېثار لامل شول چې یاد کسان وژغورل شي.