دهلمند په نادعلي ولسوالۍ کي د دستار فضیلت په مناسبت شانداره جلسه ترسره سوه

    تېره ورځ د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د ۳۱ غربي په سیمه کي د یوې مدرسې له لوري د فاضلانو، حافظانو او قاریانو صاحبانو دفراغت په موخه شانداره جلسه ترسره سوه. فارغین ټول ۳۱ کسان وه چې له جملي یې ۵ تنه د لویي دورې فاضلان، ۷ تنه حافظان او ۱۹ تنه […]

 

 

تېره ورځ د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د ۳۱ غربي په سیمه کي د یوې مدرسې له لوري د فاضلانو، حافظانو او قاریانو صاحبانو دفراغت په موخه شانداره جلسه ترسره سوه.

فارغین ټول ۳۱ کسان وه چې له جملي یې ۵ تنه د لویي دورې فاضلان، ۷ تنه حافظان او ۱۹ تنه قاریان فارغه سوي وه.

په دغه جلسه کي د نادعلي ولسوالۍ ترڅنګ د ځینو نورو ولسوالیو علماء کرامو، د مدرسي استادانو، نعت خوانانو، مجاهدینو او عامو وګړو ګډون کړی وو.

غونډه دقرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل سوه، وروسته ګڼ شمېر دیني عالمانو په خپل وار سره ددیني زده کړو پر ارزښت، د قرآن کریم د حفظ او د قرائت او تجوید د زده کړي او فضایلو په اړه ارزښتناکي او علمي ویناوې وکړې.
دجلسې په بهیر کي د نعت خوانانو له خوا خوږې اوبیلابیلي حماسي ترانې هم زمزمه کیدلې.

دپروګرام په وروستیو کي فارغ سویو فاضلانو حافظانو اوقاریانو صاحبانو ته د فراغت سندونه ورکړل سوه.
جلسه په دعائیه وینا پای ته ورسیده.

د یادوني وړ ده چي تېرکال دغه مدرسه د امریکایي اشغالګرو لخوا یو ځل بمبار سوې وه چي پکښي یو شمېر حافظان هم په شهادت رسېدلي خو له نېکمرغه نن یوځل بیا ددغه مدرسې له لوري ټولني ته د ددیني زده کړو فارغین وړاندي کیږي.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۸/۱۲ هـ ق