دناوې ولسوالۍ د مدرسو او ښوونځیو څخه نظارت وسو:

  نن ورځ پنجشنبه د هلمند ولایت د پوهني رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ ناوې ولسوالۍ ته ولاړی او هلته یې د دیني مدرسو او ښوونځیو څخه لیدنه وکړه. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت د پوهني رئیس محترم مولوي محمدعوض انصاري صاحب او ورسره پلاوي د […]

 

نن ورځ پنجشنبه د هلمند ولایت د پوهني رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ ناوې ولسوالۍ ته ولاړی او هلته یې د دیني مدرسو او ښوونځیو څخه لیدنه وکړه.

دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت د پوهني رئیس محترم مولوي محمدعوض انصاري صاحب او ورسره پلاوي د ناوې ولسوالۍ د مدرسو او ښوونځیو څخه د نظارت په موخه دې ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د یادو تعلیمي ادارو د استادانو او شاګردانو سره ولیدل او د هغوی د تعلیمي او تدریسي چارو ارزیابي یې ترسره کړه.
استادانو او مسئولینو ته یې د کارونو د لاښه کولو په موخه لازمي لارښووني او سپارښتني وکړې.
وروسته یې د یادي ولسوالۍ د علماء کرامو او مسئولینو سره جلاجلا ناستي وکړې او د یادي ولسوالۍ د مدارسو او ښوونځیو د لاښه فعالیت،زده کړو ته د خلګو د اولادونو پر هڅولو او د هغوی سره د همکارۍ پرکولو یې بحث او خبري وکړې.
د مسئولینو په وینا چي په یادو مدرسو او ښوونځیو کي د تعلیمي چارو بهیر ډېر ښه وو او د لاښه کولو دپاره به یې نور هم هڅو ته دوام ورکوي.

نېټه:۱۴۴۳/۸/۱۴ هــ ق