درئیس الوزراء په مشري پلاوي د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره ناسته وکړه

الاماره: (۱۴۴۴/شوال ۲۱) نن له غرمې وروسته د قطر هېواد صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د هغه هېواد د استخباراتو رئیس عبدالله الخلیفي او مل پلاوي یې د اسلامي امارت له رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند او مل پلاوي سره یې وکتل. په دغه لیدنه […]

الاماره: (۱۴۴۴/شوال ۲۱) نن له غرمې وروسته د قطر هېواد صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د هغه هېواد د استخباراتو رئیس عبدالله الخلیفي او مل پلاوي یې د اسلامي امارت له رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند او مل پلاوي سره یې وکتل.
په دغه لیدنه کې چې د کندهار په ولایت کې ترسره شوه، د قطر هیواد لخوا له افغانستان سره د اړیکو په پیاوړتیا، د اعتماد لا ډیروالي، په تعلیمي، صحي او اقتصادي برخو کې د همکاریو ژمنه وشوه.
داسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند د قطر له پخوانیو او اوسنیو همکاریو، ښه نیت او اخلاص.‏څخه مننه وکړه او له افغان ولس او نظام سره یې د قطر په لا ډیرو همکاریو ټینګار وکړ.
په لیدنه کې د قطر هېواد د محترم امیر له پیروزوینې ډک پیام څخه قدرداني وشوه او هغه هېواد دې ته وهڅول شو چې د نړیوالې ټولنې او افغانستان ترمینځ د باور په پیاړي کولو کې لاډیر رول ولوبوي.