دایکندي : مالستان کې پراخي سیمي تصفیه اوګڼ مهمات نیول شوي

د وړمې شپې راهیسي د دایکندي ولایت د مالستان په ولسوالۍ کې مجاهدینو تصفیوي عملیات پیل کړي چې تردې مهاله د شیرداغ ، خارزار، کوتل، کوډال او پښۍ سیمي په بشپړه توګه تصفیه شوي  اوګوډاګيان په تېښته تللي دي په یادو سیمو کې تردامهاله د دښمن یوه لویه قرارګاه، او ګڼې پوستې او مراکز فتحه […]

د وړمې شپې راهیسي د دایکندي ولایت د مالستان په ولسوالۍ کې مجاهدینو تصفیوي عملیات پیل کړي چې تردې مهاله د شیرداغ ، خارزار، کوتل، کوډال او پښۍ سیمي په بشپړه توګه تصفیه شوي  اوګوډاګيان په تېښته تللي دي

په یادو سیمو کې تردامهاله د دښمن یوه لویه قرارګاه، او ګڼې پوستې او مراکز فتحه شوي، د ظالم قومندان پیروز په شمول  یوشمېر عسکر اوپولیس قتل اویو شمېر نور ژوبل شوي

له دښمن څخه ۱ عراده صرف موټر، ۱ عراده سراچه موټر، ۳ عرادې موټرسایکلونه، ۲۰ میله کلاشینکوفونه، ۲ میله ثقیلان، ۱ میل توپنګچه، ۲ میله امریکایي بالازن ټوپکان، ۳ عدده د ورځي دوربینونه، ۴۰۰۰ زره   د ثقیل مرمۍ، ۱۵ پیره د راکټ مرمۍ، ۳۳ پیره د هاوان مرمۍ، په زرګونه تعداد د کارمولي او کلاشینکوف مرمۍ، او په زیات شمېر  مهمات دمجاهدینو لاس ته ورغلي

دا مهال په چاکه، او دانیبوم سیمو کې ددښمن مرکزونه  ترکلکي محاصرې لاندي دي

په دې اړه نور جزئیات به وروسته پرلیکه شي

2021/7/12