دايچوپان ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره مخابراتي خدمات پيل شول

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۵) د اوسنۍ نړۍ د پرمختګ سره سره د زابل په کچه دايچوپان هغه ولسوالۍ وه، چې تراوسه هیڅ مخابراتي خدمات پکښې نه ول خو اوس تازه پکښې خلک له مخابراتي خدماتو څخه برخمن شول. د زابل مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ رياست خبر ورکوي چې د دې خرماتو په پيل سره به خلکو […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۵)
د اوسنۍ نړۍ د پرمختګ سره سره د زابل په کچه دايچوپان هغه ولسوالۍ وه، چې تراوسه هیڅ مخابراتي خدمات پکښې نه ول خو اوس تازه پکښې خلک له مخابراتي خدماتو څخه برخمن شول.
د زابل مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ رياست خبر ورکوي چې د دې خرماتو په پيل سره به خلکو ته زياتې اسانتياوې برابرې شي.
د زابل مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رييس مولوي يحي وويل زابل دای چوپان ولسوالۍ کې مخابراتي خدمات له ډيرو کلونو وروسته پيل شول.
د ده په وینا دا کار له ډيرو هڅو وروسته ترسره شو او په دې وتوانيدو چې د چوپان چلکور سیمه کې د افغان بیسم مخابراتي شرکت ۲G خدمات پيل شي.
دیادونی وړ ده چه دای چوپان ولسوالۍ یوه له هغو اولسوالیو څخه وه، چې تر اوسه هیڅ ډول مخابراتي خدماتو پکې شتون نه درلود.
د دولت له دې ګام څخه سيمه ييز خلک خوشحاله دي او لاهم غ مخابراتي خدماتو د پراخوالي غوښتنه کوي