خوست کې د ځوانانو د يووالي لوی افطاري پروګرام جوړ شو

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۹) نن ورځ دوشنبه د خوستيو ځوانانو په هڅو د بيلابيلو سيمو څخه ځوانان د يووالي او اتحاد په پار د ګډ روژه ماتې په خاطر حکيم تڼيوال پارک کې سره راغونډ شوي ؤ او د ډاډمن امنیت، مينې ورورولۍ په فضا کې يې د هېواد په کچه ستر او بې مخينې مراسم جوړ […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۹)
نن ورځ دوشنبه د خوستيو ځوانانو په هڅو د بيلابيلو سيمو څخه ځوانان د يووالي او اتحاد په پار د ګډ روژه ماتې په خاطر حکيم تڼيوال پارک کې سره راغونډ شوي ؤ او د ډاډمن امنیت، مينې ورورولۍ په فضا کې يې د هېواد په کچه ستر او بې مخينې مراسم جوړ کړي ؤ.
په دې بې ساري مراسمو کې د خوست اطلاعاتو او فرهنګ رئيس الحاج شبير احمد عثماني، امنيه قوماندان مولوي محبوب شاه قانت او ګڼ شمېر نورو دولتي چارواکو هم ګډون کړی ؤ.
د خوست اطلاعاتو او فرهنګ رئيس الحاج شبير احمد عثماني رسنيو سره په خبرو کې وویل چې د ا.ا.ا د غوره نظام او سولې په فضا کې زرګونه ځوانان راټول شوي چې هم د ا.ا.ا لپاره د وياړ ځای دی او هم د خوستيو ځوانانو لپاره، نوموړي همدا راز وویل چې دا مراسم چې د ګډ افطار لپاره نن ورځ په خوست کې د امن او ورورولۍ په فضا کې جوړ شوي ؤ په ټول هېواد کې ساری نه لري. هغه د هېواد په ټولو ځوانانو باندې غږ وکړ چې د ا.ا د امن او عدل نظام څخه خوند واخلی او خپل ګلالي وطن ته خدمت وکړئ.
د دغه ابتکاري روژماتې ګډونوالو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه چې د دوی سره يي په ياد پروګرام کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي وې.