خوست: د معتادینو ۷۰ بستریز روغتون څخه ۵۲ تنه معتادین خپلو کورنو ته رخصت شول

الاماره (۱۴۴۴/رمضان ۴) په دې اړه په جوړه شوې راټولېدنه کې چې مسؤلو چارواکو او د معتادينو د کورنیو غړو ګډون کړی و، د نشه یي توکو سره د مبارزې مدیر مولوي والي شاه خان شبیر په خپله وینا کې ګډونوالو ته د یادو معتادینو په درمنلې خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې دوی […]

الاماره (۱۴۴۴/رمضان ۴)

په دې اړه په جوړه شوې راټولېدنه کې چې مسؤلو چارواکو او د معتادينو د کورنیو غړو ګډون کړی و، د نشه یي توکو سره د مبارزې مدیر مولوي والي شاه خان شبیر په خپله وینا کې ګډونوالو ته د یادو معتادینو په درمنلې خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې دوی به د اميرالمؤمنين د فرمان په اساس خپله مبارزه لا جدي کړي او هیچا ته به اجازه ورنکړي چې ځوان نسل بې لارې او په نشه یي توکو روږدی کړي.
ښاغلي شبیر زياته کړه چې ولسونه دې د دوی سره په یاده برخه کې پوره همکاري وکړي تر څو د هېواد راتلونکی نسل له اعتیاد څخه په کامله مانا وژغورل شي.
د معتادیتو د شفاخاني سرطبیب ډاکټر حمیدالله په خپلو خبرو کې وویل چې د یوه نيمې میاشتې په موده کې مو دوه پنځوس تنه معتادین روغ خپلو کورنيو دادی نن ورځ له درملنې وروسته رخصت کړل او د دوی مو د خپل سالم پلان له مخې روزنه او تداوي کړي ده.

یو تن معتاد چې تازه یې درملنه شوې وه وویل چې سالمه تداوي یې شوي او د روغ صحت څښتن ګرځېدلی.
هغه له ټولو روږدو کسانو وغوښتل چې د نشه یي توکو له استعمال لاس واخلي او د خپل راتلونکي په باب یوه مثبته تګلاره غوره کړي.